د کندز په دشت ارچی کې ۶ تنه وسلوال وژل شوی
چارواکی وایی؛ چې د کندز په دشت ارچی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۶ تنه وسلوال مخالفان وژل شوی دی.
د دی ولسوالۍ امنیه قوماندان حمیدآغا آزادی راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کی درې تنه وسلوال طالبان نیول شوی هم دی.
طالبانو تر دې دمه په دی اړه څه نه دی ویلی.
بل خوا د نورستان ولایت چارواکی وایی؛ چې د دې ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې دوه ملکی کسان د ریموټ کنترول بم په چاودنه کې ټپیان شوی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.