د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۱۶ ثور ۱۴۰۳ - 5 May 2024

پنټاګون په افغانستان کې د سرتیرو د ساتلو پر موضوع غورکوی

پنټاګون په افغانستان کې د سرتیرو د ساتلو پر موضوع غورکوی

د امریکا د دفاع وزارت تائېد کړې؛ چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د یو زیات شمېر سرتیرو د ساتلو پر موضوع غور کوی.

له دې وړاندې راپورونو کې ویل شوی وو؛ چې امریکا له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې له اتو تر دولسو زرو سرتیرو د ساتلو په اړه سلا مشورې کوی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د لومړی ځل لپاره دا تائید کړې ده؛ چې واشنګټن له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان د خپل زیات شمېر سرتیرو د ساتلو پر پیشنهاد غور کوی.

د پنتاګون یوه ویاند ستیف وارین پرون وویل؛ تر اوسه پورې دا مساله د یوه پیشنهاد په بڼه کې ده؛ خو وویل باور لری چې په دې پیشنهاد کې پر ټولو امکاناتو  او لارو چارو غور فکر کیږی.

له دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوی وو؛ چې متحده ایالات له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې له اتو تر دولسو زرو عسکرو  په پاتې کولو غور کوی.

د پنتاګون ویاند ډګروال وارین وویل؛ تر دې دمه دا نه ده لامعلومه چې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل به دا موضوع د ناټو د دفاع د وزیرانو په غوڼده کې چې نن په بروکسل کې جوړیږی، یاده کړی او کنه.

د فرانسې خبری اژانس وایی له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د زیات شمیر سرتیرو د ساتلو په اړه د باراک اوباما د ادارې دا پیشنهاد  دا ښیی  چې واشنګټن منلې له ۲۰۱۴م کال وروسته هم افغان امنیتی ځواکونه زیاتو مرستو ته اړتیا لری.

ویل کیږی؛ چې د متحده ایالاتو د ډیموکراټ ګوند زیات غړی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د زیات شمیر سرتیرو له ساتلو سره سخت مخالفت لری.

دا په داسې حال کې ده؛ چې ناټو او امریکایی قومندانانو په وار وار ویلی چې د افغان ځواکونو توانمندی ورځ تر بلې لوړیږی او هغوی کولی شی د پوځی عملیاتو مشری پر غاړه واخلی.

دا مهال شاوخوا ۶۶ زره امریکایی سرتیری په افغانستان کې دی او تمه کیږی چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو پورې  شاخوا دیرش زره یې له افغانستان څخه اووځی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by