د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډی پټلۍ د جوړولو کار پیلیږی

د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډی پټلۍ د جوړولو کار پیلیږی

ټاکل شوې ده؛ چې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل د کرښې د جوړولو کار سبا ته په رسمی توګه پیل شی.

تمه ده؛ چې د درې واړو هېوادونو مشران په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه د ترکمنستان په لیباپ سیمه کې جوړیږی، ګډون وکړی.

د ریل د دې کرښې د جوړولو موافقه د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان مشرانو د روان میلادی کال په مارچ میاشت کې لاسلیک کړه.

ټاکل شوې ده؛ چې سبا ته په ترکمنستان کې د دې هېواد، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل د کرښې د جوړولو کار رسماً پیل شی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف ویلی؛ چې د درې واړو هېوادونو ولسمشران به د ریل د دغې کرښې د جوړیدو د پیل په مراسمو کې چې د ترکمنستان په لیباپ سیمه کې برابریږی، ګډون وکړی.

انترفاکس خبری اژانس د ترکمن مقاماتو په حواله وایی؛ د ریل دا کرښه به شاوخوا څلور سوه کیلو متره اوږده وی؛ چې د ترکمنستان له اطا مراد نظر څخه پیل، د افغانستان کندز ولایت شیر خان بندر او بیا د تاجکستان پایان دژ سیمې پورې رسیږی.

له دې وړاندې د تیرې مارچ میاشت په شلمه نیټه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ریل د دې کرښې د جوړولو موافقتنامه د ولسمشر حامد کرزی، ترکمن ولسمشر قربان ګلی بردی محمدوف او د تاجکستان د جمهور رئیس امام علی رحمان ترمنځ لاسلیک شوې وه.

افغانستان تر ۲۰۱۰ م کال پورې د نړۍ له هغو کم شمېر هېوادونو له ډلې څخه وو؛ چې د ریل کرښه یې نه درلوده خو په ۲۰۱۱ کال کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریل پینځه اویا کلیومتره اوږده کرښه جوړه او په همدې کال کې ترې ګټه اخستل پیل شول.

د افغانستان لپاره ترکمنستان د تاپی په نامه د ګاز د لیږد د نل لیکی پروژه هم لری چې د افغانستان له لارې به د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالیږی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by