د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

ولسمشر حامد کرزی د قطر له سفره هیواد ته راستون شو

ولسمشر حامد کرزی د یکشنبه په ورځ د قطر له امیر حمد بن خلیفه آل ثانی سره، د لیدنی پر مهال په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې کرې دی.

ددی دوه ورځینی سفر موخه، په دی هیواد کې د د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو په هکله خبرې کول ښودل شوی وه.

ولسمشر حامد کرزی او ورسره پلاوی، د قطر هیواد پلازمینې دوحې ته په خپل دوه ورځینې سفر کې، ددې هیواد له دولتی لوړ پوړو چارواکو، سوداګرو او پانګه والو سره لیدلی او په بیلابیلو برخو کې خبرې کړې دی.  ولسمشر حامد کرزی او ورسر پلاوی تیره ورځ ماښام مهال له دې سفره هیواد ته راستانه شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، ولسمشر حامد کرزی د قطر له امیر سره د تیرې ورځې په لیدنه کې، د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا، د پخلاینې بهیر او په هیواد کې د پانګونې په هکله خبرې کړې دی.

ښاغلی کرزی په داسې حال کې، د قطر له دولتی چارواکو سره په دې هیواد کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستلو په هکله خبرې کړې، چې طالبانو قطر ته، د ولسمشر سفر ددوی لپاره د دفتر پرانستلو څخه جلا بللی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په اړیکه کې ویلی: چې د دفتر د پرانستلو لپآره دوی په خپله د قطر له چارواکو سره خبرې کوی او د افغانستان پر دولت اړه نلری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by