د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۳ - 4 May 2024

د هیوادپه دولتی ادارو کې د بډې ډیریدل

د هیواد په ادارو کې د بډې ورکولو کچه، شپاړس سلنه لوړه شوی ده.

په افغانستان کی د روڼتیا څارونکې ادارې چارواکی وایی: له دې سره چې له دوه زره لسمه تر دوزره دولسمه اداری فساد پنځه سلنه لږ شوی، خو په دې موده کې د بډې ورکول، شپارس سلنه ډیر شوې دی.

ددې ادارې ریس یما ترابی وویل: دیری بډې، د داسې کسانو لخوا ورکول شوې چې کورنۍ اقتصادی حالت یی ښه ندی.

د افغانستان د روڼتیا څارونکې ادارې ریس یماترابی وایی: له دې سره چې په تیرو دوو کلونو کې د اداری فساد کچه پنځه سلنه ټیټه شوې، خو په دولتی ادارو او بنسټونو کې بډې ورکونه شپاړس سلنه ډیره شوې ده. ده د ډیرې بډې د ورکولو لامل، په ادارو کې د فساد بنسټیز کیدل وښودل.

د ښاغالی ترابی په وینا، په دوه زره لسم کال کې ۱۰۷۰ میلیونه ډالره بډې ورکول شوې، په داسې حال کې چې دا کچه په دوه زره دولسم کال کې، ۱۲۵۰ ملیونو ډالره ته رسیده.

له دې سره دوی ویلی: دا بډې ډیری د شتمنو کورنیو په پرتله د بیوځله او منځنیو کورنیو لخوا ورکړل شوې ده، او د اټکل له مخې، بډې د هغه کورنیو لخوا ورکړل شوې، چې میاشتنی عواید یې تر دریشو زرو افغانیو نه رسیږی.

همدارنګه ده زیاته کړه : له دې سره چې د پولیسو او قضا په څانګو کې د بډې ورکولو تجربه لږه شوې، خو بیا هم په دې ادارو کې د نورو ادارو په پرتله د بډې کچه لوړه ده.

د قضایه قوې او پولیسو په ادارو کې د شته فساد د مخنیوی، د محاکمو په سمون کې د خلکو او مدنې ټولنو ونډه اخستنه، د اداراتو ساده کول او د دولتی چارواکو د شتمنیو اعلانول، هغه وړاندیزنه ؤ، چې ددې مراسمو په پای کې د اداری فساد مخنیوی په موخه د نومه ادارې د چاراکو لخوا اعلان شول.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by