د اداری اصلاحاتو خپلواک کمیسیون د انحلال طرحه، د ولسی جرگې لخوا ځیړل کیږی.
ددې جرگې د څارنې جرگه گۍ ته دنده سپارل شوې څو، ددې ادارې د انحلال طرحه، چې د ولسی جرگې په وینا د بډې او اداری فساد په سرچینې اوښتې وځیړی او پایلې یې د ولسی جرگې اتلس گونو جرگه گیو ته وړاندې کړی.
بله خوا د عدلې وزیر حبیب الله غالب، د نفوس د احوال ثبت قانون، د شنبه په ورځ د تصویب په موخه ولسی جرگې ته سپارلی دی.
ولسې جرګې له یوې اونۍ راهیسې د اداری اصلاحاتو خپلواک کمیسیون په څو کلنی فعالیت بحث کوی. په ولسی جرګه کې د خلکو یو شمیر استازی وایی: د اصلاحاتو کمیسیون خپل اداری ماهیت له لاسه وکړی او د یو شمیر کسانو لپآره، په غیر قانونی توګه د عوایدو سرچینه ګرځیدلې ده.
د خلکو دا استازی په دې کمیسیون روان حالت، د بډې او فساد له امله بولی وایی: د هیواد د اساسی قانون له مخې دا اداره باید لغوه کړل شی.
همدرانګه د ولسی جرګې په ننۍ ناسته کې، د عدلې وزیر حبیب الله غالب، د نفوس ثبت احوال قانون طرحه، چې مخکې له دی د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوې، ولسی جرګې ته وسپارل شوه. دا طرحه چی په اوو فصلونو او نهه دیرشو مادو کی رامنځ ته شوې، په هیواد کی د نفوس احوال ته سمون ورکوی.
د عدلیې وزیر دا طرحه په دې برخه کې ګټوره وبلله او دایې غوره طرحه یاده کړه.
له بلې خوا، د ولسی جرګې یو شمیر غړی په ولایاتو کې د ښونې او روزنې وزارت پر برنامو نیوکه کړې ویلی یې دی: په ځینې ولایتونو کې ددې وزارت پرمختیایی پروژې یوشانته نه پلې کیږی اود دې وضعیت دوام به، پر ښونه او روزنه چې د هیواد د پرمختګ او پرمختیا اساسی ستون دی، بده اغیزه وکړی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.