د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 May 2024

د اسلامی نړۍ د کتلوری پلازمینې په توګه د غزنی ولایت معرفی کول

د اسلامی نړۍ د کلتوری پلازمینې په توگه د غزنی ولایت د ورپیژندلو مراسم به، د روانې میاشتی په ځلور ویشتنه نیټه پیل شی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلی: د اسلامی هیوادونو د اطلاعاتو وزیران او یو شمیر نورو هیوادونو چارواکی په دی مراسمو کی گډون ته رابلل شوی دی.

د ښاغلی رهین په وینا، دا موضع به د اسلامی کنفرانس د زدکړې، کلتور او علمی سازمان استازی اعلان کړی.

غزنی ولایت یو مهال د کلتور، د ادبیاتو په روزنه او پوهه کې پیژندل شوې سیمه وه.د غزنویانو دوره یی شهرت، د کلیله او دمنه په څیر آثار، د المحجوب کشف، د بیهقی تاریخ، حدیقه الحقیقه، د فردوسی شاهنامه او په دې ډول په سلګونه نور آثار، چې اوس مهال په پوهنتونونو کې زدکړې ورکول کیږی، ددې تمدن له درنو آثارو څخه شمیرل کیږی. دا ښار، په تصوف او داسلامی آثارو په رامنځ ته کیدو کې هم شهرت لری.

اوس مهال دا ښار د اسلامی نړۍ د کلتوری پلازمینې ته نږدې شوی دی. د اطلاعاتواو کلتور وزیر سید مخدوم رهین ویلی: په دې موخه مراسم به، د روانې میاشتې په څلور ویشتمه نیټه پیل شی. د ښاغلی رهین په وینا، دې مراسمو ته د اسلامی هیوادونو د اطلاعاتو وزیرانو سربیره، د یو شمیر نورو هیوادونو استازی هم رابلل شوی دی.

مخدوم رهین زیاته کړه :  په دې ورځ به د اسلامی کنفرانس علمی، کتلوری او د زدکړو سازمان استازی د غزنی ولایت دا موضع اعلان کړی.  د رهین په وینا: غزنی ولایت ته دا عنوان په دوه زره دیارلسم کال کې ورکول کیږی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل: په غزنی ولایت کې د دوه دیرشو پروژو بیا رغاونه تر لاس لاندې نیول شوې وه چې د ډیریو کار یې بشپړ شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by