د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 May 2024

په چین هیواد کې دځمکې ښودینه

د چین په سویل کې، د ځمکې ښوییدو له امله د یوه کان کابو اتیا تنه کار کوونکی، د خټو او چیکړو لاندې بند پاتې دی. دغه پیښه د جمعی ورځې سهار مهال د تبت په خپلواکه سیمه کی رامنځ ته شوه او د چین دولت د پولیسو، د ژغورنی، او مرستی رسونی ډلو په گدون کابو دوه زره تنه سیمې ته د مرستې په موخه استولی دی. د چین خبری آژانس”شینهوا” د رپوټ له مخې د ځمکې ښوییدنې پیښه د تبت مرکز(لهاسا )په ختیځ کې رامنته شوې، چې شاوخوا دری کیلو متره سیمه رانغاړی او د کان کیندونکو یو پنډغالی یې په بشپړه توگه له منځه وری دی. په چین کې د یوې بلی پښې له امله د دغه هیواد په شمال ختیځ د جیلین په ولایت کې، د گازو چاودنی له امله د ډبره ایزو سکرو یو کان، اته ویشت کارکوونکی وژل شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by