د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

په میانمار کې دمسلمانانو پر وړاندې د بودایانو ځناوری بریدونه

د میانمار پر مسلمانانو د بنسټپالو بودایانو لخوا په وروستیو بریدونو کې دوه دیرش کسان وژل شوې دی. دا نښته وروسته له هغه رامنځ ته شوه کله چې، یوې بودایی کورنۍ اود یوه مسلمان سروزو  پلورنکی ترمنځ پر بیې، لفظی شخړه رامنځ ته شوه.

آسوشیتدپرس په خپل یوه ریپوټ کې لیکلی: په دې وروستیو کې بنسټپالو بودیانو د مسلمانانو پر وړاندې شخړې پیل کړې او د میکتیلا ښار جومات یې سوځولی دی.

اوس مهال په دې ښار کې، بیړنۍ حالت اعلان شوی، د بودیانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو د پآی ته رسولو په موخه د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم ددې هیواد شمال ته سفر کړی دی.

په تیرو ځو ورځو کې، په ځناوری بریدونو سره، د مسلمانانو پنځه جوماتونه ځینې استوګن ځایونه او هټۍ نړولې دی. په دې بریدونو کې نږدې نهه زره مسلمانان د خپلو کورنو پریښودوته اړ شوې او ویل کیږی چې تر اوسه په دې نښتو کې دوه دیرش مسلمانان وژل شوې دی.

په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې د بودایانو تاوتریخوالی اوږد تاریخ لری، خو له تیر کال راهیسې دې تاوتریخوالی ته نوې بڼه ورکړل شوې ده، له یادې مودې راهیسې د راخین په ایالت کې بودیانو د مسلمانانو پر وړاندې له جدې تاوتریخوالی کار اخستی، چې له امله یې به سلګونه مسلمانانوته مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونه زره نور کډوالۍ ته اړ شوی دی.

ملګرو ملتونو د یوه ریپوټ په خپرولوسره، په راخین ایالت کې د لږیو مسلمانانو پر وړاندې له تبعض ډکو سیاستونو له دوام څخه خبر ورکړی ویلی یې دی: د میانمار دولت باید د هغه کسانو پر وړاندې د شخړو د رامنځ ته کولو او بشری جنایت د رامنځ ته کیدو لامل شوې جدې ګامونه پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د میانمار دولت د مسلمانانو پر وړاندې په ټولوو شخړو کې لاس درلودلی دی او ددې هیواد د بودیانو سره په همغږۍ، د مسلمانانو پری وړاندې ډیری بریدونه تر سره کړې دی.

تر اوسه لودیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو سازمان، د مسلمانانو پر وړاندې د سیستماتیک شخړو په تړاو کوم جدی غبرګون ندی ښودلی او دا زور زیاتۍ د هغه هیوادونو د چوپتیا په سیوری کې تر سره کیږی، چې د بشرحقونو او دیموکراسۍ نارو او سورو یې ټوله نړۍ په سر اخستې ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by