د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

پر سوریې د اسرائیلو بریدونه

د سوریی پر خاوره د اسرائیلو ورستی بریدونه د نړیوالو خبرونو سرټکی ګرځیدلې ؤ.  د نړۍ یو شمیر هیوادونو مشرانو د سوریې پر څیړنیز مرکز د اسرایلو بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دایې په سوریه کې د شخړو او نښتو د ډیریدو لامل وښودل. په دی هکله له عربی تولنې هم هیله کیده چې د دې بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیی، خو عربی ټولنې او یو شمیر عربی هیوادونو د لویدیځ او صهیونیزم له پلوییتوبه کار واخیست.

اسرائیلو په ښکاره د نړیوالو قوانینو پر ضد ګام پوته کړ او ملګرو ملتونو د د اسرائیلو پر دې سرغړونې سترګې پټیې کړی. ملګرو ملتونو لوی منشی بانکی مون چې باید دا بریدونه یې غندلی وی یواخې پر دې، چې ددې بریدونو او شخړو د ډیرښت په هکله یې اندیښنه ځرګنده کړه بسنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په دې خپرې شوې وینا کې راغلی: ملګرو ملتونو لوی منشی له ټولو ښکلیو خواوو څخه غواړی څو له زغم او صبر څخه کار واخلی او په سیمه کې د ستونزو له دیرښت څخه د مخنیوی وکړی.

له دې وینا پاڼې له خپریدو وروسته د ملګرو ملتونو د لوی منشی ویاند وویل: تر اوسه دا نده روښانه چې دا بریدونه د اسرایلو لخوا تر سره شوی او دوی نشی کولای په یوه اړخیزه توګه دا ومنی چې دا بریدونه داسرائیلو لخوا تر سر شوی دی. په داسې حال کې چی د اسرایلو پوځی راډیو اعلان وکړچې دا بریدونه ددوی د پوځیانو لخوا تر سره شوی دی.

د اسرائیلی رژیم له دې بریدونو وروسته، د سوریې دولت اعلان وکړ چې د اسرائیلو بردیونو ته د ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتوالی لری او دا بریدونه د النصره مخالفې ډلې چې له القاعدې سره اړیکې لری، په پلویتوب تر سره شوی دی.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبی، په دې هکله ویلی: له یرغل وروسته د سیمې امنتی حالت بله بڼه غوره کړې ده او دسورې پوځ به د خپلو وسله والو له منځه وړلو ته دوام ورکړی. ځکه په دې برخه کې د صهیونیزم کفیری موخې هم نغښتې دی.

له دې مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ؤ چې پر دې دهیواد د اسرائیلو تیری، د مخالفینو له وسله والو په نیغه توګه د ملاتړ او په ډې برخه کې ددوی د ماتې له مخې تر سره شوی دی. د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد، د اسرایلو تیری له سوریې سره ددې رژیم د جنګ اعلان ښودلی دی.

بله خوا یو شمیر خبری رسنیو په سوریه کې د اسرائیلو د دوو جنګی الوتکو د سکوریدو خبر ورکړی ویلی یې دی چې ددې الوتکو پیلوتان د سوریې دولت نیولی دی.

په همدی توګه د اسرایلو دفاع پخوانی وزیر او د کادیما ګوند ریس شائول موفاز، خبرداری ورکړی چې د سورې په جګړه کې د اسرائیلو ښکیلتیا به د سیمې امنیت له لوی ګواښ سره مخ کړی.

د ځینې لاسوندونو له مخې، اسرائیلو په سوریه کې د کمیایی وسلو کار اخستی دی څو پړه یې د سورېې پر دولت ورواچوی او بشارالاسد بدنامه کړی. د کالین پاول دفتر مدیر لورانس ویلکرسون د څیړنې له مخې، له دوه زره دوهمه تر دوه زره پنځمه د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، دا عملیات د وینی تودینی بیرغ بللی او دا دې ته ورته چې څوک په جګړه کې د سولې لارې لټوی او لاره هم ورته مالومه نه وی.

د سوریې پر خاوره د اسرائیلو بریدونه کیدای شی د بشاراسد دولت له وسله والو مخالفینو سره تړلی وی او کیدای شی په راتلونکې کې هم ورته بریدونه د وسله والو مخالفینو د پیاوړتیا په موخه تر سره شی. که چیرې په رښتیا سره اسرائیل وکولای شی د سوریېې دولت وسله والو مخالفینو ته یو امنځآی رامنځ ته کړی، هغه مهال په دې هکله د واشنګتن پټه خوله پاتیکیدل درکولای شو. ځکه چې د سوریې په خاوره کې د ملګرو ملتونو له پریکړې پرته د پوځی مداخلی زمینه رامنځ ته کوی. له دې سره چې په سوریه کې پوځی مداخله، د لویدیځوالو له بیلا بیلو آندونو سره مخ ده، خو د اسرائیلو دا بریدونه لږ تر لږه کولای شی دسوریې دولت تر فشار لاندې راولی او د وسله والو مخالفینو روحیه پیاوړې کړی. له دی بریدونو د فارس خلیج یو شمیر هیوادونه ملاتړ کوی او ترسره کیدل یې د مخالفینو په ګټه بولی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by