د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۱۷ ثور ۱۴۰۳ - 6 May 2024

مسکو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری، د تیرې اونۍ د دوشنبه په ورځ د روسیې پلازمینې مسکو ته سفر وکړاو ددی هیواد له چارواکو سره د سیمې او نړۍ د بیلا بیلو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. دا خبرې، د ایران اټومی پلاونونو، په کوریا ټاپو وزمه کې دشخړو، د سورې پر ستوزو، په افغانستان کې په روانو حالاتو د امریکا او روسې ترمنځ د سوداګریزواړیکو پر ټینګښت راڅرخیدې او د امریکا بهرنیو چارو وزیر هڅه وکړه څو په دې سفر کې د کرملین ډیره پاملرنه او هوکړه تر لاسه کړی.

د سفر پر مهال په افغانستان کې د روانو حالاتو او له دوه زره څوارلسم کال وروسته ددې هیواد د حالاتو په هکله خبرې وکړې. روسیې، چې تل په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو پر شتون نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د مخدره توکو او ترهګرو پر وړاندې د ناټو او امریکا مبارزه ناکامه بللې، دافغانستان د حالاتو په هکله یې له دوه زره ځوارلسم کال وروسته اندیښنه خرګنده کړې او د منځنۍ آسیا په لور یې د ترهګری د پرمختګ په هکله خبرداری ورکړی دی.

له دې سره مسکو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر هڅه وکړه څو دا روسیې ته قناعت ورکړی څو د جینیو د برنامه له مخې له واشنګتن سره مرسته او همکاری وکړی. د هغې برنامې له مخې چې په دوه زره دولسم کال کې امریکا او روسیې د دوه زره دولسم کال په جون میاشت کې په جینو کې پرې هوکړه کړې وه. په دې پلان کې ویل شوی وو، چې د پخلاینې په خبرو کې باید د سوریې ټولې وسله والې مخالفې ډلې ګډون وکړی. تر اوسه دا برنامه د کاغذ پر مخ پاتې شوې ده او عملی بڼه یې نده خپله کړې.

له دې سفره مخکې یوه امریکایی چارواکی ویلی وو چې د امریکا و روسیې ترمنځ دراتلونکو خبرو ته هیله مند دی او ډیره شونتیا لیدل کیږی، چې امریکا او روسیه به یوې هوکړې ته سره ورسیږی.

دې امریکایی چارواکی زیاته کړې: تراوسه اوامریکا او روسیې ونشو کولای څو د جینو د پریکړې پر بنسټ کوم ګام پورته کړی. ده ویلی: « دې ته په کتو سره باید یوه بله لاره ولټوو او جان کرې به هم ددې برنامې په هکله له روسی چارواکو سره خبرې وکړی ».

د سوریې چارو کارپوهانو د وړاند وینې له مخې: دا سې نه ښکاری چې روسیه او امریکا د دا ځل هم وکولای شی د سوریې په هکله یوی سیاسی حل لارې ته سره ورسیږی. ولیدل شول چې دا وړاند وینه هم سمه وه، امریکا د بشارالاسد پر ګوښه کیدو ټینګار کوی وایی تر څو چې اسد له واکه لاس نه وی اخستی په دې هیواد کې د آرامښت او ټیکاو رامنځ ته کیدل شونې ندی. بله خوا روسیه او چین چې څو ځله یې د امنیت په شورا کې د بشارالاسد پر وړاندې مخکین لیکونه ویتو کړی، د بشارالاسد په پآتې کیدو ټینګار کوی او وایی چې د اسد له ګوښه کیدو سره به سوریه له ګډ وډیو سره مخ شی. له دې مخکې  مسکو ته د جان کری د وروستی سفر په ترځ یواځینې هوکړه دا وه چې د سوریې په هکله به یوه ګډه نړیواله غونډه رابولی. له دې سره بیره دوړو خواوو اعلان کړی چې په سوریه کې پر ټولو ښکیلو خواو به فشار راوړی، څو خبرو ته اړ شی او روانو ستونزو ته د حل لارې ولټوی.

له تیر یوه کال راهیسې د سوریې او امریکا ترمنځ په بیلا بیلو موضوعاتو کې اختلافات ډیر شوی دی. د سوریې ستونزې، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو اصلی ټکی یادیږی سربیره، د بشرحقونو د ځپلو په هلکه د امریکا نیوکه، په روسیه کې د بشر حقونو او غیر دولتی سازمانونو باندې ځینې بندیزونه، هغه مسائل دی چې د دواړو هیوادونو داختلافاتو لامل ګرځیدلې دی.

له دې سره روسیه د سوریې له وسله والو مخالفینو سره د هر ډول وسلو د مرستې مخالفه ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by