د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د یوې سترې ګناه پرمختللې بڼه… د انټر نټ کاروونکی دې هرو مرو وګوری

د یوې سالمی او پاکی ټولنې د رامنځته کولو لپاره اسلام بېلابېل بنسټونه ټاکلی دی چې په مراعت کولو سره یې انسان خپل ژوند له هر ډول ناخوالو څخه خوندی ساتلای شی.

یو له هغو بنسټونو څخه چې اسلام یې لارښوونه کوی د فحش ، نه خپرول دی، فحش په لغت کې هرې ګناه ته وایی چې بدوالی یې ډېر وی، او په شریعت کې د فحش مفهوم عام دی، هرې ګناه ته ویل کیږی که هغه په خوله وی او که په لاس وی، او په پښتو کې د فحش معنا په بې حیایۍ او بد کارۍ سره کیږی، په قرآن کریم کې ځای پر ځای له فحش څخه ممانعت راغلی دی، الله پاک فرمایی:

وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ [الانعام: ۱۵۱]

ژباړه : بې حیا کارونه، که ښکاره وی که پټ، مه ور نږدې کیږئ.

بل ځای فرمایی: قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ[الاعراف: ۳۳]

ژباړه : ورته وایه! زما رب خو ایله ښکاره او پټ بې حیا کارونه  حرام کړی دی.

په دې ایاتونو کې د فحش دوه ډولونه یاد شوی دی چې یو یې ظاهری او بل باطنی فحش دی، علماوو د دې ایاتونو څوتفسیرونه کړی دی: یو تفسیر یې دا دی چې له ظاهری فحش څخه هغه ګناهونه مراد دی چې له ژبې، لاس-پښتو او نورو سره تړلی وی او له باطنی فحش څخه هغه ګناهونه مراد دی چې له زړه سره یې اړه ده لکه: حسد، کینه، حرص، ناشکری، بې صبری او داسې نور.

دوهم تفسیر یې دادی چې له ظاهری فحش څخه مراد د بې حیایۍ هغه کارونه دی چې په ښکاره کیږی، لکه: پردو ښځو ته کتل، ناروا انځورونه او د بې حیایی خبرونه خپرول …او له باطنی فحش څخه مراد د بې حیایۍ هغه پلانونه دی چې انسان یې له ځان سره فکر کوی او په پایله کې د عمل جامه ور اغوندی.

ځینو مفسرینو د ظاهری فحش څخه هغه ګناهونه مراد کړی دی چې د ګناه اړخ یې څرګند وی او هر څوک پوهیږی چې دا کار ګناه ده، او له باطنی فحش څخه هغه ګناهونه مراد دی چې د الله په نېز ګناه وی اګر که خلک یې ګناه نه بولی او یا یې له ګناه څخه خبر نه دی، لکه : یوې داسې مېرمنې سره نکاح کول چې شرعا ورسره نکاح کول حلال نه وی او یا له درې طلاقونو ورکولو وروسته هم مېرمنه په خپل کور کې ساتل او مېرمن ګڼل. (معارف القرآن)

په پورتنی آیت کې الله پاک فرمایی چې تاسو فحشاوو ته نږدې کیږئ هم مه، معنا دا چې هغو مجلسونو او ځایونو ته هم مه ورځئ چیرې چې فحش خبرې یا کارونه کیږی؛ ځکه چې داسې مجلسونو ته ورتلل هم انسان بې لاری کوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایی: مَنْ حَامَ حَولَ حَمیً اوشَکَ أنْ یَّقَعَ فیه.

ژباړه: څوک چې له یو منع شوی ځای سره نږدې ګرځی، لرې نه ده چې پکښې ولوېږی.

بل ځای کې الله پاک فرمایی:

إِنَّ اللّهَ یَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِیتَاء ذِی الْقُرْبَى وَیَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنکَرِ وَالْبَغْیِ یَعِظُکُمْ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ[النحل: ۹۰]

ژباړه: یقیناً الله د عدل، ښېګڼې، او خپلوانو ته د ورکړی امر کوی، او له بې حیایی، بدۍ او تېری نه منع کوی، هغه تاسو ته نصیحت کوی ترڅو درس واخلئ.

مفتی محمد شفیع رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې لیکلی دی چې: دا د قرآنکریم ترټولو جامع آیت دی چې د اسلام لارښوونې یې په څو الفاظو کې را نغښتی دی، له همدې امله د سلف الصالحینو له وخته تر ننه همدا آیت د جمعو او اخترونو د خطبو په پای کې  لوستل کیږی، حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایی چې: په سوره نحل کې د قرآن کریم ترټولو جامع ایت همدا دی.

په دې آیت کې الله پاک د درې شیانو امر کړی دی: عدل، ښېګڼه او خپلوانو ته ورکړه، او له درې شیانو څخه یې ممانعت کړی دی: بې حیایی، بدی او تیری، او همدا شپږ شیان د یوې سالمې ټولنې بنسټونه دی .

اوسنی پېر او د فحشاء نوې بڼه :

په اوسنی پېر کې د فحشاء خپرولو لپاره  د اسلام دښمنانو داسې وسائل رامنځته کړل چې د ډېرو نېکو کارونو لپاره هم کار ورڅخه اخېستل کیږی او نه یوازې هغه څوک لاس رسی ورته لری چې اړتیا یې وی؛ بلکې د هر وګړی لاس ته رسېدلی دی، که لوی او که کوچنی وی، په خپله ګټه او تاوان پوهیږی او که نه پوهیږی، چې همدا د غربیانو یو له مهمو اهدافو څخه و، هغوی په دې  نتیجه رسېدلی دی چې د یوې مسلمانې ټولنې د بې لارې کولو لپاره ترټولو ښه لاره همدغه میډیا ده چې په مټ یې کولای شی مسلمانان په فحشاوو روږدی کړی او بیا ورباندې خپل اهداف تطبیق کړی .

اوسنۍ میډیا په لوی لاس داسې پروګرامونه خپروی چې په ټولنه کې فحشاء عامه شی او خلک بې لاری کړی، له مېرمنو سره ژوندۍ فاحشې مرکې، د جنسی مسائلو څېړنه، د نارینه او ښځینه وو د نامشروعو اړیکو ټینګولو کیسې، فاحش انځورونه او هغه راپورونه چې د بې حیایی پرته ټولنې ته بل هیڅ زېری نه راوړی.

لیکوال: مولوی عبد الحق حماد


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by