پوښتنه : د قرآن کریم هر اړخیز تعریف څه دی ؟
ځواب : قرآن کریم د الله تعالی هغه معجزانه کلام دی چې په خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم باندی د جبرئیل علیه السلام په واسطه نازل شوی دی ، چې په مصاحفو کې لیکل شوی دی ، او په تواتر سره تر موږ پوری را رسیدلی دی ، چې تلاوت کول یی عبادت دی ، پیل یی له سوره الفاتحه څخه شوی دی او په سوره الناس باندی پای ته رسیدلی دی .
پو ښتنه : قرآن کریم په کومو نومونو باندی نومول شوی دی ؟
ځواب : قرآن کریم په دی نومونو باندی نومول شوی دی : ۱ ـ الکتاب ، ۲ ـ الفرقان ، ۳ـ التنزیل ، ۴ ـ الذکر ، ۵ـ النور ، ۶ ـ الهدی ، ۷ ـ الرحمه ، ۸ ـ احسن الحدیث ، ۹ ـ الوحی ، ۱۰ ـ الروح ، ۱۱ ـ المبین ، ۱۲ ـ المجید ، ۱۳ ـ الحق . (د شیخ محمد رجب کتاب : حقائق حول القرآن ،او د شیخ بلیهی کتاب : التبیان فی اسماء القرآن)
پوښتنه : قرآن کریم مخلوق دی او که غیر مخلوق ؟
ځواب : قرآن کریم د الله تعالی کلام دی او غیر مخلوق دی .
پوښتنه : آیا په قرآن کریم کې کوم ډول تغیر او تبدیل راغلی دی ؟
ځواب : نه هیڅکله نه ، په قرآن کریم کې هیڅ ډول تغیر او تبدیل نه دی راغلی ، بلکی دا سپیڅلی کتاب په هغه ډول دی لکه څرنګه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی وو او هغه خپل امت ته پریښی وو .
پوښتنه : څوک چې په قرآن کریم کې د زیاتوالی او کموالی عقیده لری آیا هغه د اسلام له دائری څخه وتلی دی ؟
ځواب : هو ! کوم څوک چې په قرآن کریم کې د زیاتوالی او یا هم کموالی عقیده ولری هغه د اسلام د مقدس دین له دائری څخه وتلی دی .
پوښتنه : آیا په قرآن کریم کې تغیر او بدلون کیدای شی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې بدلون او تغیر نا ممکن دی او هیڅکله نشی کیدلای ځکه چې الله تعالی یی پخپله د ساتنی او حفاظت ذمه اخیستی ده ( په دی هکله د سوره الحجر ۹ نمبر آیت وګورئ ) .
پوښتنه : په قرآن کریم کې څو منزلونه دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې اوه منزلونه دی .
پوښتنه : په قرآن کریم کې څو سپاری دی ؟
ځواب : په قرآن کې دیرش سپاری دی .
پوښتنه : په قرآن کریم کې څو سورتونه دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې یو سل او څوارلس ( ۱۱۴ )سورتونه دی .
پوښتنه : په قرآن کریم کې څو رکوعات دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې پنځه سوه او څلویښت ( ۵۴۰ ) رکوعات دی .
پوښتنه : په قرآن کریم کې څو آیتونه دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې شپږ زره شپږ سوه او شپږ شپیته ( ۶۶۶۶ ) آیتونه دی .
پوښتنه : په قرآن کریم کې ټول څو کلمات دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې دټولو کلمو شمیر ( ۷۷۴۳۹ ) دی ( د شیخ محمد رجب کتاب : حقائق حول القرآن ).
پوښتنه : د قرآن کریم د حروفو شمیر څومره دی ؟
ځواب : د قرآن کریم د ټولو حروفو شمیر ( ۳۴۰۷۴۰ ) دی .
پوښتنه : په قرآن مجید کې څو سجدی دی ؟
ځواب : په قرآن کریم کې څوارلس سجدی دی .
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.