د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۲۸ جوزا ۱۴۰۳ - 17 June 2024

فحشاء خپرونکو ته د قرآن کریم خبرداری

داسې خلکو ته چې غواړی په ټولنه کې بې حیایی عامه کړی الله پاک په دنیا او آخرت کې د دردناک عذاب خبرداری ورکړی دی:

إِنَّ الَّذِینَ یُحِبُّونَ أَن تَشِیعَ الْفَاحِشَهُ فِی الَّذِینَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ فِی الدُّنْیَا وَالآخِرَهِ[النور: ۱۹]

ژباړه: بې شکه هغه کسان چې په مؤمنانو کې فحشاء خپرول خوښوی، د هغو دپاره په دنیا او آخرت کې دردناک عذاب دی.

دا ایت د (افک) د پېښې په اړه نازل شوی دی؛ خو حکم یې عام دی او هرڅوک چې غواړی په ټولنه کې بې حیایی خپره کړی، د همدې وعید لاندې راځی.

ځینو مفسرینو لیکلی دی چې ترڅو د یوې ناروا پېښې په اړه پوره شواهد وجود ونه لری چې په نتیجه کې یې عاملینو ته شرعی جزا ورکړل شی، باید داسې خبرې هم په ټولنه کې خپرې نه کړل شی؛ ځکه چې له شواهدو او عواقبو پرته د داسې

ناوړه کارونو خبر خپرول نور خلک پر ګناهونو زړور کوی او دا کار هم په ټولنه کې فحشاء ته لمن وهل دی.

د دې موضوع  یو اړخ د انټر نټ کاروونکو ته متوجه دی، ځینې خلک په ډېره لاپروایی سره په فیسبوک او نورو انټر نټ پاڼو کې ناوړه انځورونه او بې حیا خبرې خپروی او یوازې دې ټکی ته خوشحاله وی چې زما لیکنه دومره ډېرو خلک خوښه کړه، خو دې ته پام نه کوی چې زما ناوړه انځور یا بې حیا خبره په فیسبوک یا انټر نټ کې څومره ډېر خلک ګوری همدومره ډېره ګناه را پسې لیکل کیږی، او دا داسې ګناه ده چې کیدایشی کلونه کلونه دوام وکړی؛ ځکه چې د انټر نټ جال ته یو ځل کوم انځور یا لیکنه ننوځی بیا یې ترې راوتل نشته او چې څومره وخت تېریږی، همدومره ډېر خلک یې ګوری.

په پایله کې هغه یوه تلپاته ګناه ګرځی او خدای مکړه له مرګه وروسته یې هم انسان ته جزا رسیږی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: چا چې د یو ښه کار بنسټ کیښود، ده ته به یې ثواب رسیږی او چې څومره خلک پر هغه عمل کوی د هغوی ثواب هم ور رسیږی او د هغوی له ثواب څخه څه نه کمیږی، او څوک چې د یو بد کار ډبره کیږدی ده ته یې ثواب رسیږی او څومره خلک چې هغه ناوړه کار پر مخ بیا یی هغومره ګناه به ده ته لیکل کیږی او د هغوی له ګناهونو څخه به هم څه نه کمیږی.

 زما خطاب هغه چا ته دی چې په دې نا وړه کارونو اخته وی

ګرانو وروڼو! راځئ له اوس څخه تکل وکړو چې نور به په انټر نټ کې داسې څه نه خپروو چې زموږ سپېڅلې عقیده یې اجازه نه راکوی، د دې پر ځای داسې خبرو ته ملا وتړو چې خپله پوهه مو زیاته شی او نور مسلمانان هم ګټه ورڅخه واخلی او که پخپله د نېکو او غوره خبرو په اړه معلومات نه لرو؛ باید له نورو خلکو څخه پوښتنې وکړو او یو علمی او اصلاحی چاپېریال را منځته کړو.

خدای دې وکړی چې په دې څو ټکو ګران وروڼه خوابدی نشی او دې سترې ګناه ته متوجه شی.

لیکوال: مولوی عبد الحق حماد


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by