د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۳ - 1 May 2024

افغان دولت ته د بګرام زندان د مسولیت سپارل

د باګرام بندخونې چارې افغان دولت ته وسپارل شوې او پر دې سربېره، د دغې بندخونې هغه برخه، چې بهرنی بندیان پکې ساتل کېږی، اوس هم د بهرنیو ځواکونو په واک کې ده، چارواکی یې د دغې بندخونې د بشپړ لېږد په نامه یادوی.

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې د باګرام بندخونو د لېږد هوکړه لیک لاسلیک کولو سربېره ۹۴۰ تنه افغان بندیان د امریکایی ځواکونو تر کنټرول لاندې وو، چې دغه شمېر بندیان هم افغان دولت ته وسپارل شول.

د باګرام زندان د مسوولیت سپارلو په مراسمو کې، چې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شول، د امنیتی چارو د لېږد کمېسیون مشر اشرف غنی احمدزی څرګنده کړه، چې افغان دولت ته د باګرام زندان چارې سپارل د افغانستان قوانینو ته د امریکا د درناوی ښکارندویی کوی او په راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان او امریکا د اړیکو ټیګېدو لامل شی. نوموړی زیاته کړه، چې امریکا د باګرام زندان د بشپړو چارو په سپارلو سره د افغانستان ملی واکمنی او دا، چې هر افغان د د خپلو قوانینو پر بنسټ ونیول شی او محاکمه دې شی و منله.

ټاکل شوې وه، چې د باګرام زندان د چارو سپارل د تېر کال د کب میاشتې په ۱۹ نېټه افغان حکومت ته تر سره شوی وی؛ خو وځنډېده او په دوام، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان له څرګندونو څخه په ډاګه شوه، چې د افغان دولت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانۍ ترمنځ د نظر ا ختلاف شتون لری. دغه اختلافات له باګرام زندان څخه د بندیانو خوشې کېدو په اړه و.

 بلاخره افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر او له ولسمشر کرزی سره د ټیلیفونی اړیکې په ترڅ کې پدې تړاو هوکړه وشوه.

دا پداسې حال کې ده، چې د باګرام زندان د مسوولیتونو لېږد په اړه ډېرې نیوکې شتون لری. پداسې حال کې، چې افغان چارواکی د یادې بندخونې له بشپړ لېږد څخه خبرې کوی او له هغه څخه د افغانستان ملی واکمنۍ ته د درناوی په توګه یادونه کوی، منتقدین پدې باور دی، چې دغه لېږد په بشپړه توګه نه و او د بهرنیو ځواکونو له لوری د دغې بندخونې ځینې برخې کنټرول او یاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو ځواکونو د بندخونو شتون هغه مسئله ده، چې له ملی واکمنۍ سره په ټکر کې ده.

داسې برېښی، پدې برخه کې لدې زیات، چې بشپړ لېږد تر سره شوی وی، د امریکا او افغانستان اړیکو ښه کېدو په برخه کې لدغې مسئلې څخه کار اخیستل شوی دی. له وروستیو شخړو څخه وروسته، چې د ولسمشر حامد کرزی د څرګندونو له امله رامنځته شوې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل سفر تر سره شو او هماغه مهال یوه شننه دا وه، چې نوموړی د افغانستان له حالاتو څخه د پوځی او امنیتی ارزونې سربېره د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو په لټه کې دی.پداسې شرایطو کې افغان دولت د باګرام زندان د بشپړو چارو سپارلو اعلام کولای شول د اړیکو ښه والی په برخه کې عامه ذهنیت کابو کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by