د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱۱ ثور ۱۴۰۳ - 30 April 2024

د کنیا ولسمشرۍ ټاکنې

په کنیا کې د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو  ناندرۍ پای ته ورسیدې.

په دې هیواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې درې اونۍ مخکې تر سره شوې، خو ددې ټاکنو د پایلو په هلکه لفظی شخړې او ناندرۍ رامنځ ته شوې وې.

ددې هیواد سترې محکمې، د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر په توگه د اوهوراکنیاتا بریالی کیدل منلې دی. د کنیا سترې محکمې د ولسمشر په توګه د اوهوراکنیاتا دمنلو ترځنګ ویلی: د ولسمشرۍ ټاکنې په رڼه، عادلانه، خپلواکه توګه او د قانون پر بنسټ تر سره شوې دی. د سترې محکمې د حکم وروسته د ولسمشر په لسګونه زره پلویان واټونو ته راووتل او دا خوښی یې ونمانځله.

مخالفنو نوماندانوهم د محکمې حکم ته غاړې ایښودلو اعلان کړی دی. په کنیا کې نږدې درې اونۍ مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې وې، خو د پایلو په هکله یې ناندریو زور واخیست او مخالفینو سترې محکمې ته شکایت وکړ. ددې نیوکو په لړ کې شخړې هم رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ددې هیواد د ۲۰۰۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته هم د سیاسی ګوندونو ترمنځ نښتې او شخړې رامنځ ته شوې وې، چې له امله یې زر کسان ووژل شول.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by