د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

د بندی ماشومانو نیوکې

یو شمیر بندی ماشومان، پر ربڼونې او د مسولینو پر بد چلند نیوکه کوی.

دوی وایی: د څیړنې پر مهال: وهل شوی ډبول شوې او حتی ځینې وخت بریښنایی شوکونه ورکړل شوې دی.

اوس مهال د عدلیې وزارت په اصلاحی او روزنیز مرکز کې دوه سوه دوه شپیته ماشومان بندیان دی.

مخکې له دې هم د افغانستان په بندخونو کې، د بندیانو د ځورونې، ربڼونې او له دوی سره د بد  چلند په هلکه ریپوټونه خپاره شوی ؤ.

خو داځل ماشوم بندیانو، له دوی سره د امینتی ځواکونو د بد چلند خبر ورکړی دی. دوی ویلی: د څیړنې پر مهال دوی وهل شوی، ډبول شوی او په زور له دوی څخه اعتراف اخستل شوی دی. ځینې بندی ماشومان وایی: د ځیړنو پر مهال مسولینو دوی وهلی او په ځینو برخو کې یې حتی برښنایی شوکونه ورکړې دی.

همدارنګه دا بندی ماشومان، ددوی دوسیوته په نه رسیدنې او په دې مرکز کې د زدکړو او امکاناتو پر نشتون نیوکه کوی وایی: ډیری دا ماشومان له دې پرته  چې د محکمې لخوا یې دوسیه وڅیړل شی او په هکله یی پریکړه وشی، دې مرکز ته رالیږدول شوی دی.

د ریپوټونو له مخې، د عدلېې وزارت په اصلاحی او روزنیز مرکز کې دوه سوه دوه شپته ماشومان، چې عمرونه یې له دیارلسو تر اتلسو کلونو دی بندیان دی او په دوی کې نجونه هم شتون لری.

بله خوا د کورنیو  چارو وزارت د بندی ماشومانو ربڼونه او ځورونه په کلکه ردوی وایی: ددې وزارت خونې په هیڅ اداره کې ماشومان نه دی وهل شوی او نه هم دوی ځورول شوی دی.

ددې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ویلی: پولیس هغه مهال تورن نیسی، چې په اړه یې پوره شواهد ولری او دا شواهد یې په یوه دوسیه کې ځآی پر ځای او خارنوالی ته یی سپارلې وی

له بلې خوا د عدلیې وزارت د اصلاحاتو او روزنې مرکز مسئولین هم په دې مرکز کې د روزنې د ګټورو برنامو له شتون څخه خبر ورکوی وایی: مخکې له دې ملګرو ملتونو د یوه ریپوټ په خبرولو سره د هیواد په بندخونو کې د بندیانو د بد حالت په هکله اندیښنه ځرګنده کړې وه.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by