د بګرام امنیه قوماندان سمونوال زمری ناصری وایی، چې دغه موټر تیره شپه د بګرام هوایی ډګر په ختیځه دروازه کې د ګازډبې د چاودنې له امله سوځیدلی دی.
د نوموړی په وینا، په دغو موټرو کې ٩ هینو ډوله باروړونکی موټر او یو ټانکر شامل دی.
ناصری وایی، چې د پیښې په ځاى کې لس نور موټر هم وو، خو د پروان ولایت اطفایې اور مړ او نور موټر یې وژغورل.
خو د بګرام ولسی شورا مشر الیاس الدین بخشی وایی، چې په دغه اور کې د درېیو ټانکرونو په ګډون شپږ بار وړونکی موټر سوځیدلی او یو موټرچلوونکى هم په کې مړ شوى دى.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې تیره شپه طالبانو په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو ډېر شمیر اکمالاتی موټر په تاکتیکی چاودنه کې سوځولی دی.(سپوږمۍ راډیو)
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.