د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

د کوریا په ټاپو کې د ناندریو دډیرښت

شمالی کوریا خپل پوځ ته داړتیا په وخت پر امریکایی ځواکونو حتی د اټومی وسلې په وسیله د برید امر کړی دی.

د کوریا په ټاپو کی ناندرۍ خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلې او باید په دې ټاپو کې د شخړو د کمښت لپاره خبرې پیل شی.

د ملگرو ملتونو لوی منشی بانکې مون ددی ترڅنگ، له شمالی کوریا غوښتی ، څو د نړیوالې تولنې پر وړاندې له ټټر وهلو ډډه وکړی.

بله خوا امریکا یوځل بیا ویلی، چې د شمالی کوریا د پوځی برید  پر وړاندې به له سویلی کوریا دفاع وکړی.

په دې وروستیو اونیو کې، د کوریا په ټاپو کې لفظی شخړو زور اخستی او شمالی کوریا څو ځله سویلی کوریا او په سیمه کې د امریکا اډې پر اټومی برید ګواښلی دی.

له بلې خوا سولی کوریا او امریکا هم خبردارۍ وکړی، چې د شمالی کوریا د پوځی ګام پر وړاندې جدې او چټک غبرګون وښیی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیرجان کیرې، یوې خبرې ناستې ته وویل:« په دې وروستیو ورځو کې د شمالی کوریا لخوا غیر معمولی ګواښونه اوریدل کیږی، دا ګواښونه زمونږ د پاره د منلو وړ ندی، باید زه ووایم چې امریکا د ځان او سویلی کوریا څخه دفاع ته ژمنه ده او دوی به له سویلی کوریا دفاع وکړی».

بله خوا، د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکی مون خبرداری ورکړی، چې د کوریا په ټاپو کې د نښتو په تړواو ناندرۍ خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلې او باید ژر تر ژره په سیمه کې خبرې پیل شی.

ده له شمالی کوریا هم وغوښتل، څو د نړیوالې ټولنې پر وړاندې له دریدو ډډه وکړی. همدارنګه د چین بهرنیو چارو وزارت په دې ټاپو کې، حالات کړکیچن بللی او له ټولو خواوو یې له صبر څخه د کار اخستنې غوښتنه کړې ده. د روسیی بهرنیو چارو وزارت د کوریا په ټاپو وزمه کې د پوځې نښتې په مخ نیوی ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شمالی کوریا تیره اونۍ اعلان وکړ: یوه اټومی بټۍ چې څو کاله مخکې یې فعالیت ځندولی ؤ بیرته فعالوی. په دې ټآپو کې ناندریو له هغه ورسته زور واخیست کله چې، د امریکا او سویلی کوریا لخوا په ګډه پوځې مانورې پیل شوې او ملګرو ملتونو پر شمالی کوریا نوی بندیزونه ولګول.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by