د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۲ جوزا ۱۴۰۳ - 22 May 2024

د ناقانونه وسلو په هکله د ملګرو ملتونو هوکړه لیک

د ملگرو ملتونو عمومی غونډې په غوث اکثریت سره، د متعارفو وسلو د کنټرول ژمنلیک تصویب کړ. دا لومړنی ژمنلیک دی، چې په نړۍ کې د ناقانونه وسلو سوداگرۍ څخه د مخنیوی په موخه تصویبیږی. په نړۍ کې هر کال د شاوخوا اویا ملیاردو ډالرو په ارزښت د سپکو او درنو وسلو په گډون سوداگری تر سره کیږی.

په نړۍ کې د متعارفو وسلو سوداگری کنټرول ژمنلیک تیره ورځ، پداسی حال کی تصویب شو، چې یوه اونۍ وړاندې، د ملگرو ملتونو ځینی غړو د دغه ژمنلیک له تصویبدو مخنیوی کری ؤ. د ملگرو ملتونو د تیری ورځې په عمومی غونډه کې د دغه سازمان له ۱۹۳ غرو هیوادنو ځخه ۱۵۴ هیوادونه دغه ژمنلیک ته مثبته رایه ورکړه. دا لومړی ځل دی، چی په نړۍ کې د متعارفو ناقانونه وسلو له سوداگرۍ او د ناقونونه او ترهگریزو ډلو په واک کې د وسلو له ورتگ څخه د مخنیوی په موخه ژمنلیک تصویبیږی. له تیرو کالونو څخه راپدیخو نړیوالو ټولنو، د ملگرو ملتونو له لوری د دا شان ژمنلیک تصویب په موخه هڅې پیل کړې وې. د متعارفو وسلو د کنټرول ژمنلیک له مخې، صادروونکی هیوادونه نشی کولای د وسلو مخنیوی خلاف وسلی صادری کړی او باید تور بازار ته د خپلو وسلو له صادرولو ډډه وکړی. اوس مهال امریکا د شاوخوا دیرش سلنه پوځی تجهیزاتو او وسلو په صادرولو سره په نړۍ کې د وسلو ستر پلورونکی هیواد دی. روسیه، جرمنی، بریټانیا، فرانسه او چین هم هغه هیوادونه دی، چی د نړۍ د وسلو ستر بازار یې ځان ته ځانگړی کری دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by