د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

په بدخشان ولایت کې د امینتی ځواکونو چنیز عملیات

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې لسگونه کلی د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوی دی. د بدخشان ولایت یوه امنیتی چارواکی، د دغه مطلب په بیان سره ویلی: پدغه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال شاوخوا شپیته تنه مخالفین وژل شوی او شاوخوا سل تنه مخالفین ټپیان شوی او پاتی کسان یې د وردوج غرونو ته تښتیدلی دی.

د بدخشان امنیه قوماندان جنرال امام الدین ویلی، چی د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو پوزی عملیاتو په لړ کې نږدې ۴۰ کلی له وسله والو مخالفینو پاک شوی دی. د مطمین په وینا: د دغو عملیاتو په ترځ کې، چی له تر سره کیدو څخه یی یوه میاشت تیریږی د دولت وسله والو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړی زیاته کرې، چی مخالفین غره ته تښتیدلی دی. ده یادونه کری، چی د وسله والو مخالفینو په ټپیانو کې د ازبکستان یو وگړی هم شتون لری.

د سیمی اوسیدونکی ادعا کوی، چی پدغو عملیاتو کی اووه تنه ملکی کسان هم وژل شوی دی هغه ادعا، چی د وردوج ولسوالی محمد خاور له لوری رد شوی ده. وسله والو مخالفینو له وردوج ولسوالی څخه د شاتگ په اړه تر دی دمه څه ندی ویلی. په همدې حال کې د تاجکستان د ملی امنیت دولتی کمیټې یوی سرچینی انترفاکس خبری آژانس ته ویلی: د تاجکستان پولې په پنځوس کیلومتری کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته نښته دوام لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by