د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۲ جوزا ۱۴۰۳ - 22 May 2024

د ماین پاکۍ له نړیوالې ورځې نمانځنه وشوه

د نورې نړۍ په پرتله، افغانستان د ماینونو له امله ډیر ځانی او مالی زیان گاللی او پخوانی شوروی د خپل ملاتړ لپاره په لویو سیمو کې مایونه ځای پر ځای کړی دی.

دا ځرگندونې  د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو ته د ولسمشر په رالیږلی پیام کې شوې دی.

د ماین پاکۍ مسولین وایی: له نولس سوه نهه اتیایم کال راهیسې نولس زره سیمې له ماینونو پاکې شوې او په څلور زره نهه سوه سیمو کې لا اوس هم ماینونه شتون لری.

ولسمشر حامد کرزی، د چهار شنبه په ورځ د ماین پاکۍ له نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسموته په رالیږلې پیام کې ویلی: افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو د ماینونو قربانی شوی هیواد دی او پخوانی شوروی د خپل امنیت لپاره ډیری سیمې په ماینونو فرش کړې دی

د مشرانو جرګې پخوانی ریس حضرت صبغت الله مجددی، د ماین پاکۍ له مامورنیو د ستاینې سربیره وویل: د ماین پاکانو دنده یوه سپڅلې او مهمه دنده ده چې موخه یې د زرهاوو انسانانو د ژوند ژغورنه ده. ښاغلی مجددی وویل: د ماین پاکونې کارکونکې د زرګونو انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

د ماین پاکۍ کورنیواو بهرنیو مسئولینو هم د خپلو ادارو د ریپوټونو په وړاندې کولو سره  ددې ادارو پر ځو کلن ماموریت رڼا واچوله وویل:له نولس سه نهه اتیایم کال راهیسی ددوی لخوا په ماینونو فرش نولس زره سیمې پاکې شوې، چې دوه زره دوه سوه کلی او یوسل درویشت ولسوالۍ رانغاړی. ددوی په وینا په دې موده کې ۱٫۲  میلیونه ماینونه شند شوی چی له نیمایی په ډیرو کې یې ملی اردو مرسته کړې ده.

د ماین پاکۍ ادارو مسئولینو زیاته کړه: اوس مهال د هیواد اتیا سلنه سیمه له ماینونو پاکه شوې او د پاتې سیمو د پآکوالی لپاره پنځو نورو کلونو ته اړتیا لیدل کیږی ځو له شته ماینونو پاکې شی. همدرانګه دوی ویلی په یاه موده کې د ماین پاکۍ په برخه پنځه سوه میلیونه ډالره لګښت راغلی او د پاتې سیمو لپاره پنخه سوه میلیونو نور ډالرو ته اړتیا ده او که چیرې دا لګښت ددوی په واک کې ورکړل شی نو تر راتلونکو پنځو کلونو به ټول افغانستان له ماینونو پاک کړل شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by