د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د امریکا په مرسته د خوشحال خان لیسې لپاره د لوبو دوه لوبغالی جوړ شول

د امریکا په مرسته د خوشحال خان لیسې لپاره د  لوبو دوه لوبغالی جوړ شول

د قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د امریکا په مرسته د خوشحال خان لیسې لپاره دوه ورزشی میدانونه جوړ شول.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو له خوا دا میدانونه د سې شنبې په ورځ د کابل په خوشحال خان لیسه کې چې زده کونکی یې د افغانستان د سرحدی ولایتونو اوسیدونکې دی پرانیستل شول.

د دغو ورزشی میدانونو ټول لګښت یو لک او شپږ پنځوس زره امریکایی ډالره ښودل شوی؛ چې د امریکا سفارت له خوا ورکړل شوی.

د خوشحال خان لومړی او دویم نمبر لیسو لپاره دا دوه ورزشی میدانونه د والیبال، باسکټبال، هاکی او کوچنی فوټبال په خاطر د امریکا سفارت په مالی لګښت جوړ شوی دی.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالمالک صدیقی د سې شنبې په ورځ د دغو ورزشی میدانونو د پرانیستلو پر مهال په زده کونکو غږ وکړ؛ چې د افغانستان نوم د ورزش او سولې له لارې اوچت کړی.

ښاغلی صدیقی؛ د امریکا سفارت دا مرستې ارزښتمنې وبللې او له نورو مرستندویه هېوادونو او ټولنو یې هم وغوښتل؛ چې د قبایلی سیمو دغو زده کونکو ځوانانو ته د پرمختګ نورې زمینې هم برابرې کړی.

د خوشحال خان لیسې د سپورټ روزونکې اقا محمد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې په دې لیسه کې څه باندې سل تنه زده کونکې په شپږو ورزشی رشتو کې په بیلابیلو وختونو کې تمرینونه کوی.

اقا محمد او د هغه یو شمېر زده کونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې له دې فرصتونو به ډېره ښه ګټه پورته کړی او دا د هغوی لپاره د پرمختګ ډېر ښه چانس دی.

که څه هم په افغانستان کې د پوهنې وزارت له خوا په ځینو ښوونځیو کې ورزشی امکانات برابر شوی دی، خو اکثره زده کوونکې دا کافی نه بولی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by