د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۲ جوزا ۱۴۰۳ - 22 May 2024

برېتانیا په هلمند کې د خپلې بندخونې د شتون پخلى وکړ

برېتانیا په هلمند کې د خپلې بندخونې د شتون پخلى وکړ

برېتانیا ویلی، چې ځواکونو یې په افغانستان کې نږدې سل تنه په زندان کې ساتلی دی.

برېتانوی وکیلان وایی، چې له دغو کسانو اته یې، چې د دوی موکلین دی، تر ۱۴ میاشتو پورې د تور له لګېدو پرته په توقیف کې ساتل شوی او له سترې محکمې غواړی، چې دغه کسان خوشې کړی.

د بی بی سی د راپور له مخې، برېتانوی ځواکونه، چې په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتی ځواک (ایساف) د یوې برخې په توګه کار کوی، اجازه لری، چې شکمن کسان تر ۹۶ ساعتونو پورې توقیف کې وساتی.

د برېتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند ویلی،  چې د دغو کسانو خوشې کول به برېتانوی ځواکونه له ګواښ سره مخ کړی.

په نیول شوو کسانو کې د اتو بندیانو مدافع وکیلانو ویلی، د دوی موکلین په هلمند کې د  بوسټن پوځی اډې په یوه پټه ودانۍ کې له کابو ۱۴ میاشتو راهیسې ساتل شوی دی.

دوی په لندن کې سترې محکمې ته غوښتن لیکونه سپارلی، چې معلومه کړی دغه بندونه قانونی دی که نه.

د برېتانیا د دفاع وزارت وایی، دغه بندونه د ملګرو ملتونو له خوا د نړیوالو ځواکونو د ماموریت لپاره قانونی دی.

د دغه وزارت چارواکی وایی، پر ډېری دغو بندیانو شک کېږی، چې برېتانوی پوځیان یې وژلی او یا یې په بمی بریدونو کې برخه اخیستې ده.

کمپ بوسټین د افغانستان په هلمند ولایت کې د برېتانیا له تر ټولو لویه پوځی اډه ده.

تر دې مخکې امریکایانو سلګونه بندیان د بګرام په زندان کې ساتلی وو، چې په دې اړه د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ یو شمېر ناندرۍ راپورته شوې او په پاى کې دغه زندان افغانانو ته وسپارل شو.

د افغانستان حکومت له دې مخکې له نورو هېوادونو هم غوښتی وو، چې له ځان سره ساتلی بندیان افغان حکومت ته وسپاری، خو دا لومړى ځل دى چې برېتانیا په هلمند کې د لسګونو بندیانو د ساتلو خبره منلې ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by