بې پیلوټه برید شمالی وزیرستان کې څلور وسله وال وژلی
پر شمالی وزیرستان د امریکا په یوه بې پیلوټه برید کې څلور تنه وژل شوی دی.
پاکستانی رسنیو د ځایی چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې دغه برید نن د غبرګولی په ٨مه سهار مهال د شمالی وزیرستان مرکز میرانشاه ته څېرمه په یوه کلی کې شوى دى.
سرچینې زیاتوی، چې په یاد پېښه کې څلور تنه، چې ګومان کېږی ځایی وسله وال طالبان دی، وژل شوی دی.
ځایی اوسېدونکی وایی، چې برید له میرانشاه څخه ٢٠ کیلومتره لوېدیځ لور ته د چشمه پول په سیمه کې پر یوه کور شوى دى.
دغه برید په داسې حال کې شوى چې په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر قانون والی بحثونه زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ اعلان کړى و، چې دوى پر دا ډول بریدونه له سره کتنه کوی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.