نړېوال بانک د سالنګ تونل پرځای د یوې بدیلې لارې د جوړولو ژمنه کړې
نړېوال بانک له افغان حکومت سره د سالنګ تونل پرځای د یوې بدیلې لارې د جوړولو ژمنه کړې.
د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن وایی چې د دې لارې رغونه دوه سوه ملیونه ډالره لګښټ غواړی. نوموړی ته وویل چې د سالنګ تونل نور نو د ترمیم وړ نه دی.
په داسې حال کې چې د پلازمېنې کابل او ولایاتو لویې لارې په ډېر بد حالت کې دی له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ښاغلی اوژن وویل چې د سالنګ او نورو لویو لارو د رغونې لپاره د حکومت او نورو اړوندو حکومتی ادارو مرسته غواړی:
موږ له نړیوالو مرستندویانو سره هم په تماس کې یو. دا اوس نړیوال بانک ژمنه کړې ده چې د دوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت به د سالنګ بدیله لاره راته جوړوی.
د فوایدعامې وزیر همداراز وویل؛ چې که څه هم د سالنګ لاره نور نو د ترمیم وړ نه ده خو له دې سره سره د خلکو د ستونزو د حل لپاره دوی بیاهم کار پرې کوی:
خو سالنګ د فوایدعامې وزارت له ادارې څخه په بشپړ ډول وتلی دی. موږ د حفظ او مراقبت له لارې سالنګ نورنو د تګ راتګ لپاره نشو برابرولای. لږترلږه پنځوس میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو څو سالنګ په سم ډول د استفادې وړ وګرځوو.
د فوایدعامې وزیر وایی؛ چې د سالنګ تونل د فعالیت ټول سیسټمونه له مینځه تللی دی.
سالنګ تونل چې نژدې پنځوس کاله مخکې د پخوانی شوروی اتحاد په مرسته جوړ شوی، د تېرو پنځه دېرشو کلونو په جګړو کې سخت زیانمن شو.
دا تونل د کورنیو جګړو او وروسته د طالبانو او د دوی د مخالفینو ترمینځ د جګړې لومړۍ کرښه هم پاتې شوې او څوځلې په بمونو الوزول شوی.
د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مالی مرستو په افغانستان کې د لویو لارو په ګډون څوزره کیلومتره خام او پاخه سړکونه ورغول خو د هغو د ساتنې لپاره د یو منظم سیسټم د نشتوالی له وجې دا سړکونه د وخت په تېرېدو سره د له مینځه تلو په حال کې دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.