د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

په کندهار ولایت کی وسله والو طالبانو او امینتی خواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار ولایت کی وسله والو طالبانو او امینتی خواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوی او بلخوا په زېړۍ او میوند ولسوالیو کې ځایی چارواکو د اتو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول جاوېد فیصل پژواک خبری اژانس ته وویل، چې نن (د غبرګولی ١٩مه) ارغستان ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د پولیسو یو رینجر موټر پر ګزمه بوخت و، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماین ورباندې وچاودېد.

دى وایی، په چاودنه کې دوه پولیس او یو لاروى ماشوم وژل شوی دی.

د ارغستان ولسوال حاجی عبدالغنی مسلمیار هم د پېښې پخلى کوی او وایی، چې سیمې ته د پلټنې په موخه پولیس استول شوی دی.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د ماین په چاودنو کې د امنیتی ځواکونو تر څنګ د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

درې اوونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د ملکی خلکو پر یوه موټر د ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ تنه وژلی وو.

د یو بل خبر له مخې، ملی اردو د کندهار په ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړی او پر مهال یې اته وسله وال طالبان وژلی او اته نور ژوندی نیول شوی دی.

جاوېد فیصل وایی، دغه عملیات له تېرې ورځې راهیسې پیل شوی، چې تر دې مهاله په کې اته وسله وال مخالفین وژل شوی، دوه ټپیان او اته نور ژوندی نیول شوی دی.

په ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې د ملی اردو له خوا دغه عملیات تر هغه وروسته پیلیږی، چې د کندهار په ځینو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو په اړه خبرونه خپاره شول.

فیصل وایی، په دغو عملیاتو کې یوازې مخالفین په نښه شوی، ملکی وګړو او د ملی اردو سرتېرو ته په کې هیڅ زیان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو د یادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by