د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

په وردګو ولایت کې ٣١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

 په وردګو ولایت امینتی چارواکی وایی، چې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې ٣١ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی ویلی، چې ګډو ځواکونو پرون د سیداباد ولسوالۍ په پتان خېلو، یوسف خېلو او دواب تنګی سیمو کې ځمکنی او هوایی عملیات ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوی، شپږ ټپی او نور ژوندی نیول شوی دی.

خوګیاڼی دغه راز وویل، چې د لومړۍ بهسودو ولسوالۍ په کجاب سیمه کې د وسله والو مخالفینو د بهرام اړوند ډلې وسله والو غوښتل، چې په دې سیمه کې د ملی اردو پر یوې پوستې د هوان برید وکړی، خو عیار کړې مرمۍ پر دوى چاودېدلې ده.

د نوموړی په وینا، په دې چاودنه کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوی دی.

د والی ویاند وایی، چې د نر خ ولسوالۍ په خواجه کارېز او شاه کابل سیمو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوی، چې د څو جسدونه یې په سیمه کې پاتې دی.

د یو بل خبر له مخې، د جغتو ولسوالۍ په سیاه قول سیمه کې د حزب اسلامی ډلې او طالبانو تر منځ نښته شوې چې له امله یې یو طالب وسله وال وژل شوى دى.

بلخوا د همدې ولسوالۍ په سعادت خېلو سیمه کې پنځه وسله وال طالبان د ملی اردو د عملیاتو په ترڅ کې ټپیان شوی دی.

د والی ویاند دا هم وویل، چې د ملی اردو ځواکونو د میدانښار د قیام لېسې د مدیر په ګډون څلور ښوونکی له څلورو ریموټ کنټرولونو او چاودېدونکی توکو سره نیولی دی.

خوګیاڼى وایی، چې نیول شوی کسان د ملی امنیت ادارې ته د پلټنو لپاره سپارل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دی ویلی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایی چې په سیداباد ولسوالۍ کې یې د ملی اردو شپږو سرتېرو ته په یوه برید کې مرګ ژوبله اړولې ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by