د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

په لغمان ولایت کې د هوایې ډګر لومړنی کاربشپړشوی دی

په لغمان ولایت کې د هوایې  ډګر لومړنی  کاربشپړشوی دی

د لغمان والی ډاکټر سیدفضل الله مجدیدی وایی، چې د دغه هوایی ډګر لپاره د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د بابا صیب ډاګ ورته غوره کړی دی.

د لغمان قرغیو ولسوالۍ د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره پرته ده، چې د ننګرهار سره هم نیږدې خوا په خوا پرته ده.

والی فضل الله مجددی وایی، چې دوی هم په همدې خاطر دغه سیمه د هوایی ډګر لپاره غوره کړه،چې له یوې خوا ستر آوار ډاګ دی او بل لورې که چېرې د ننګرهار هوایی ډګر د ځینو ستونزو له امله بند پاتې هم شی،دختیځې سیمې خلک کولی شی،چې له دې هوایی ډګر نه ګټه پورته کړی:

نوموړی وایی په پام کې لری،چې ددې هوایی ډګر د رغیدو نور کارونه هم په نیږدې وخت کې پیل شی.

اوس مهال د ختیځې سیمې لپاره یو ستر هوایی ډګر په جلال اباد کې شته،ولې د ملکی خدمتونو پرځای ترې د نظامی اډې په توګه کار اخیستل کیږی،چې ننګرهاریانو په وار وار له مرکزی دولته وغوښتل،چې دغه هوایی ډګر دې د ملکی خدمتونو لپاره جوړ شوی او نظامی اډه دې ترې باید ووځی.

چارواکو که څهه هم د خلکو دغو غوښتنو ته وعدې ورکړی،ولې څرګنده نېټه یی نه ده معلومه.

د یو شمېر هیواد والو په خبره که چېرې په لغمان هم د هوایی ډګر چارې بشپړې شی،نو دا کار به د ختیځې سیمې اوسیدونکو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by