د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

طالبان افغانان وژنی خو نورو سره ښې اړیکې لری

طالبان افغانان وژنی خو نورو سره ښې اړیکې لری

د بهرنیو چارو وزارت وایی؛ چې د نړۍ له هېوادونو سره د وسله والو طالبانو اړیکې ښې دی؛ خو د دې وزارت د چارواکو په خبره وسله وال طالبان یوازې له افغانانو سره دښمنی لری.

افغان چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې وسله والو طالبانو تایید کړه چې تیره اونۍ د دوی یو پلاوی تهران ته سفر وکړ او له ایرانیو چارواکو سره یې پر بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړې.

د نړۍ ځینو هیوادونو ته د وسله والو طالبانو پرله پسې سفرونو او له دې هیوادونو سره د دوی اړیکو د افغان حکومت اندیښنه را پارولې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د نړۍ له یوشمیر هیوادونو سره د طالبانو د اړیکو له امله خواشینی څرګندوی او وایی چې وسله وال طالبان یوازې د افغانانو پرضد ولاړ دی او وژنی یې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې وسله وال طالبان نورو هیوادونو ته د تګ پرځای له افغان حکومت سره خبرو آترو ته چمتو شی:

موږ هیله لرو چې داسې یوه ورځ ورسیږی چې وسله وال طالبان په عملی ډول د سولې په پروسه کې شامل شی او نور د سیمې او نړۍ هیوادونو ته یې د تګ راتګ اړتیا ونه لیدل شی.

د دې پرځای وسله وال طالبان باید مخامخ له افغان دولت سره  خبرې پیل کړی”.

د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د وسله والو طالبانو د اړیکو دنږدې کیدو له امله د افغان حکومت اندیښنې په داسې حال کې پاریدلی چې د ځینو سیاسی څیړونکو په خبره امریکا هم په دې وروستیو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو آترو په هڅه کې ده.

یوشمیر رسنیو د افغان حکومت د یوې منبع له قوله خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری له ولسمشرکرزی سره په وروستی ټلفونی تماس کې په دې اړه خبرې کړی.

ویل شوی چې ښاغلی کرزی او جان کری له یوه ساعت نه ډیرې خبرې کړی او له عادی حالت نه دا خبرې جدی وې.

دغه راز تیره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی له قطرنه تهران ته تللی او له ایرانی چارواکو سره یې پر بیلا بیلو مسایلو خبرې کړی.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایی چې ایرانیو چارواکو نوموړی هیواد ته د طالبانو د رسمی سفر خبره رد کړی ده:

د ښاغلی موسی زی په خبره د وسله والو طالبانو استازو په وروستیو څو کلونو کې د جاپان او فرانسې په ګډون د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته غیر رسمی سفرونه کړی.

که څه هم افغان حکومت په تیره ولسمشرکرزی په وار وار له وسله والو طالبانو غوښتې چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شی خو طالبانو تل د افغان حکومت دا غوښتنې رد کړی دی.

وسله والو طالبانو ټینګار کړی؛ چې افغان حکومت د دې خبرو د پرمخ وړلو صلاحیت نلری او دوی ته د خبرو آترو لپاره اصلی خوا د امریکا متحده ایالات دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by