د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۳ - 4 May 2024

ولسمشر حامد کرزی دوحې ته ورسید

ولسمشر حامد کرزی دوحې ته  ورسید

افغان ولسمشر حامد کرزی نن یکشنبې له کابله د قطر مرکز دوحې ورسید.

د جمهوری ریاست له خوا په خپره شوې مطبوعاتی اعلامیې کې راغلی؛ چې ولسمشر به په دې سفر کې د امریکا او اسلامی نړۍ په نړېوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړی.

د اعلامیې له مخې ښاغلی کرزی به په خپل دغه دوه ورځنی سفر کې د قطر له امیر او ځینو نورو قطری چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او ځینو نورو مسایلو په هکله هم خبرې وکړی.

ټاکل شوې ده؛ افغان ولسمشر د امریکا او اسلامی نړۍ په نړېوال کنفرانس کې د وینا ترڅنګ د قطر له امیر او ځینو نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په هکله هم خبرې وکړې.

د سولې عالی شورا دوحې ته د ولسمشر دغه سفر د سولې د خبرو اترو په برخه کې ګټور بولی.

د سولې د عالی شورا د نړېوالو اړیکو سلاکر اسماعیل قاسمیار هیله وښودله؛ چې په راتلونکې کې به په دوحه کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شی خو یوازې د مذاکراتو لپاره د یوه ادرس بڼه به ولری:

قاسمیار تمه وښودله قطر ته د جمهور رییس او ورسره پلاوی سفر به یو داسې فرصت واوسی چې افغان چارواکی پکې په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره هم وګوری.

خو نوموړی وویل؛ چې له هغوی سره د لیدنې په اړه مخکې له مخکې کوم پلان نه دی موجود.

هغه همدا راز د قطر له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړی.

د جمهوری ریاست له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ غرمه مهال له کابله د قطر مرکز دوحې ته روان شو.

د سولې د عالی شورا رییس صلاح الدین ربانی هم پدې سفر کې د ولسمشر ملتیا کوی.

افغان ولسمشر د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې هم یو ځل قطر ته تللی وو او هلته یې له قطری چارواکو سره په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانیستلو خبرې کړې وې.

بل خوا د سیاسی چارو کارپوه وحید مژده وایی چې دغه سفر به  له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو په برخه کې د طالبانو له هڅونې سره هیڅ مرسته ونه کړی:

طالبان هیڅ تصمیم نه لری؛ چې هغه سره خبرې وکړی او امریکا هم غواړی چې طالبانو سره خبرې وکړی.”

ښاغلی مژده وایی؛ د امریکا حکومت هڅه کوی د افغان حکومت له مخالفتونو سره سره طالبانو سره خبرې اترې له سره پیل کړی.

په ۲۰۱۲ م کال کې د امریکا د روښانه دریځ نه درلودل او د یو شمیر طالب مشرانو د خوشې کولو په برخه کې د امریکا د ژمنې نه عملی کول هغه څه وو چې طالبانو له امریکا سره د سولې په برخه کې خپلې خبرې اترې وځنډولې.

خو افغان حکومت ټینګار کوی چې وسله والو طالبانو ته به په قطر کې دفتر هغه وخت پرانیستل شی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by