په هلمند کې شپږ پولیس په مرموز ډول وژل شوی دی
هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د یوې پوستې شپږ پولیس په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هلمند د والی ویاند عمرځواک وویل، چې نن سهار د موسى کلا ولسوالۍ په دیزور سیمه کې دوه ملی او څلور سیمه ییز پولیس په خپله پوسته کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د پېښې څرنګوالى نه دى معلوم، خو ښایی دغه پولیس د کومې توطئې له مخې وژل شوی وی.
د ځواک په خبره، چې د وژل شوو پولیسو یو رینجر موټر هم تښتول شوى او اوس یې په اړه پلټنې روانې دی.
د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی، چې په موسى کلا کې د دوو قوماندانانو په ګډون اته پولیس د دوى د ملګرو له خوا وژل شوی، اته میله وسله او یو رینجر موټر یې هم ترې وړی دی.
د یادولو ده، نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ګرشک ولسوالۍ په زمنبلی سیمه کې شپږ پولیس په ورته پېښه کې وژل شوی وو.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.