د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتی سند خبرې وروستی پړاو ته رسېدلی

 د امریکا د دفاع وزیر وایی، چې له افغانستان سره پر امنیتی سند خبرې اترې وروستی پړاو ته رسېدلې دی.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د سنا مجلس یوې غونډې ته کړې دی.

هغه زیاته کړه، چې امریکا به تر ٢٠١۴ زېږدیز کال وروسته هم په افغانستان کې حضور ولری او ویې ویل، چې په دې اړه له افغانستان سره پر امنیتی سند خبرې وروستی پړاو ته رسېدلې دی.

د نوموړی په وینا، ولسمشر بارک اوباما په ډاګه کړې چې امریکا په افغانستان کې د امنیت او عملیاتو چارې افغانانو ته لېږدوی او تر ٢٠١۴ کال وروسته به امریکا په دغه هېواد کې شتون ولری.

امریکا له دې مخکې هم ویلی، چې په افغانستان کې به تر ٢٠١۴ کال وروسته پاتې کېږی خو تر اوسه یې دا نه دی په ډاګه کړې، چې څومره سرتېری به پرېږدی، خو پوځی جنرالانو ولسمشر بارک اوباما ته د ٨ او ١٢ زرو ترمنځ د سرتېرو د پاتې کولو مشورې او وړاندیزونه ورکړی دی.

له افغان حکومت سره پر امنیتی سند د خبرو د امریکایی پلاوی یوې نږدې سرچینې پژواک خبری اژانس ته وویل، چې امریکا په دې برخه کې څو کاری ډلې جوړې کړې او پر سند یې کار چټک کړى دى.

سرچینه زیاتوی، چې دغه کاری ډلې تر ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د حضور پر بېلابېلو اړخونو غور او فکر کوی.

دې سرچینې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وویل، چې کاری ډلې په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو تر پاتې کېدو وروسته د فضایی واک، پوځی اډو، د مخابراتی چارو د کنټرول، ترانزیټ او د ځواکونو د بېرته وتلو پر لارو چارو مشورې کوی.

یوې بلې امریکایۍ سرچینې ویلی، چې تر ٢٠١۴ کال وروسته به د ناټو په نوی روزنیز ماموریت کې ٢٠ زره بهرنی او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره څو زره امریکایی سرتېری مېشت وی.

سرچینه زیاتوی، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به پر امنیتی سند تر راتلونکی نومبر میاشتې مخکې چې وروستى مهالوېش دى، لاسلیک وشی.

دغې دولتی سرچینې وویل، چې د امریکایی ځواکونو د مصئونیت په اړه افغان حکومت اوس هم د افغانستان پر ملی حاکمیت ټینګار کوی او له هغه کار څخه مخالفت څرګندوی چې ملی حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولی.

په واشنګټن کې دې دولتی سرچینې زیاته کړه، چې د امنیتی سند لومړنی تخنیکی کارونه بشپړ شوی او په دویم پړاو کې به لویې جرګې ته وړاندې شی او د لویې جرګې وړاندیزونه به په سند کې شامل کړل شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by