حامد کرزی وایی دطالبانو تر شا بهرنیان ولاړ دی او له دوی څخه په خپله ګټه کار اخلی
ولسمشر حامد کرزی وایی چې د وسلوالو طالبانو تر شا بهرنی قوتونه ولاړ دی او دوی استعمالوی.
ولسمشر دغه څرګندونې د افغانستان دعالمانو سراسری شورا سره د لیدنې پر مهال کړې دی.
هغه زیاته کړې : (( طالبان هسې یو نوم دی او افراد دی چې استعمالیږی له همدې امله هڅه کوو چې د سولې پروسه په پوره دقت او احتیاط سره پر مخ بوځو ترڅو د سولې پروسه په بشپړه توګه افغانی و اوسی.))
حامدکرزی په دغه غونډه کې افغان مخاطب کړل او ویې ویل : (( له تاسو موږ دلته ډیر احتیاج یو خو غیرت، مسلمانی، شهامت او استقلالیت مو نه دی بایللی د خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې ولاړیو.))
هغه له طالبانو وغوښتل چې د پردیو له سلطې څخه ځان خلاص کړی، خپلې خاورې ته دې راشی. هلته به بیا د دې خاورې قوت دوه برابره شی.
ولسمشر کرزی د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالی د مخنیوی په اړه په اړه د عالمانو شورا د مصوبې په تائید سره وویل چې د اسلام مقدس دین د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی په څرګنده توګه منع کړی دی چې هر مسلمان باید د اسلام د مقدس دین لارښوونې په خپل ځان عملی کړی.
دعالمانو شورا ته د ولسمشر حامد کرزی تر خبرو مخکې د عالمانو د سراسری شورا غړو په دې کتنه کې وویل چې د اسلام مقدس دین په کورنی او اجتماعی ژوندانه کې هر ډول افراط او تفریط او تاوتریخوالی غندلی او د اعتدال خوښونکی قانون په توګه یې خلک د هرډول لمسوونکی عمل، حسد او غضب پر وړاندې صبر او حوصلې ته رابللی دی.
دارګ په خبرپاڼه کې راغلی دی چې د عالمانو د سراسری شورا په مصوبه کې چې ولسمشر سره په کتنه کې ولوستل شوه،پکې راغلی چې د قرآن کریم د سوره النساء په ۱۹ آیت کې راغلی دی چې له ښځو سره ښه او نیک سلوک وکړی. همدا راز حضرت محمد (ص) فرمایلی دی چې: ” له تاسو څخه غوره کسان هغه دی چې د خپلو ښځو لپاره ښه و اوسی او زه له تاسو ټولو څخه له خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوم.”
همدا راز په دغه مصوبه کې ویل شوی دی چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د خپل مبارک عمر په اوږدوکې له هیڅ انسان او حتی حیوان سره هم تاوتریخوالی نه دی کړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د عالمانو سراسری شورا هغه ترهګریز برید چې د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې پر وړاندې ترسره شو، په کلکه وغانده او څرګنده یې کړه چې د بې ګناه ښځو، نارینه وو او ماشومانو وژل چې په هرنامه وی د اسلام د مقدس دین له نظره حرام او ناروا دی.
د عالمانو سراسری شورا په مصوبه کې ویل شوی چې دغه شورا د اسلامی احکامو په اساس د سولې پر ښیګڼو باور لری او د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړی چې د اسلام د مقدس دین د لارښوونو له مخې دې خپلو اختلافاتو ته د روغې جوړې او بین الافغانی ډیالوګ له لارې د پای ټکی کیږدی چې خدای مه کړه په نا اګاهانه ډول د پردیو د سیاسی او نظامی اهدافو ښکار نه شی.
دغه شورا د افغانستان له دولت او په ځانګړی ډول د سولې له عالی شورا څخه غواړی چې د بهرنیو لوبغاړو دسیسو ته متوجه و اوسی او هیڅکله دې هم داسې شرایط ونه منی چې سیاسی نظام، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی حاکمیت او ملی یووالی ته زیان و رسوی.
د عالمانو سراسری شورا همدا راز په خپله مصوبه کې ویلی دی چې له یوې مودې ر اهیسې پوهنتونونه او درسی ټولګی د سیاسی اهدافو د ترسره کېدلو لپاره د مشاجرو اوکشمکشونو په میدانونو بدل شوی دی چې د پوهنتونونو د فضا سیاسی کېدل زموږ د هېواد او ملت په خیر نه ده.
شورا ټینګار کوی چې استادان او محصلین دې خپلې مظاهرې ودروی او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړی.
د عالمانو شورا د افغانستان له دولت څخه هم غواړی چې د استادانو او محصلینو معقولو او قانونی غوښتنو ته دې ځواب و وایی.
حامدکرزی د افغانستان د عالمانو د سراسری شورا مصوبه د افغانستان د ملی ګټو او د دینی ارزښتونو د ساتنې په لاره کې مهمه وبلله.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.