د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

د راتلونکو ولسمشریو ټاکنو پر وړاندې ناامنی، تر ټولو لویه ستونزه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین د راتلونکی کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ ناامنی بولی.

ددوی په وینا، که چیرې د ټاکنو قانون د ولسی جرگې لخوا تصویب نشی، دا کمیسیون اړ دی څو راتلونکې ټاکنې د پخوانی قانون  پر بنسټ تر سره کری. ددی کیمسیون مرستیال عبدالخالق حسینی ویلی: د ټاکنو تولیز پلان به تر لسو ورځو چمتو او د ټاکنو تولو مرکزونو ته به واستول شی.

د ټاکنو اړوند درسنیو چلند او څارونکو مشورتې ناسته، نن په کابل کې تر سره شوه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولینو، ددې ناستې موخه راتلونکو ټاکنو په هکله د یوه میکانیزم رامنځ ته کول وښوده وویل: د خپلواکه او رڼو ټاکنو د ترسره کیدو په موخه، د ټولو مدنی ټولنو او رسنیو څآرنه ددې ډول ټاکنو له معیارونو څخه شمیرل کیږی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریس  ضیا الحق امرخیل، د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ناامنی وښوده وویل: امینتی ارګانونو ته د ټولو ټاکنیزو مرکزونو نوم لړ استول شوی دی

له دې سره امر خیل په وخت سره د ولسی جرګې لخوا د ټاکنو قانون تصویب اړین بللی ویلی یې دی: که چیرې ولسې جرګه په وخت سره دا قانون تصویب نکړی، نو دا کمیسیون به ټاکنې د پخوانی قانون له مخې تر سره کړی.

د خپلواکه ټاکنو بنسټ اجرایی ریس، جانداد سپین غر د ټاکنیزو رسنیو او څارونکو رفتاری اصول ګټور وبلل وویل: د رسنیو او څارونکو شتون هغه مهال ګتورې پایلې درلودلی شی، چې ددې خپلواکۍ په لار کې هیځ ډول خنډ رامنځ ته نشی او څآرونکې هم په ټاکنو کې له پلویتوب څخه ډډه وکړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by