د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

ارغستان ولسوالی کې اوه پولیس خپلو مېلمنو وژلی

ارغستان کې اوه پولیس خپلو مېلمنو وژلی

چارواکی وایی، د کندهار  د ارغستان ولسوالۍ د یوې امنیتی پوستې ٧ پولیس د خپلو دوو ملګرو له خوا ووژل شول.

د ارغستان ولسوال حاجی عبدالغنی مسلمیار وویل، چې پېښه تېره شپه یوولس بجې د دې ولسوالۍ د تورې ګارې په امنیتی پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دې پوستې قوماندان، چې د کندهار ښار او ارغستان ولسوالۍ د لویې لارې د امنیت ساتلو دنده پر غاړه لری، خپلې پوستې ته یې دوه مېلمانه بیولی وو.

د نوموړی په وینا، د شپې په اوږدو کې د مېلمنو او پولیسو تر منځ شخړه شوې، مېلمنو د پولیسو وسلې اخیستې او پر هغوى یې ډزې کړې، چې په پایله کې  اوه پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوى دى.

دى وایی، برید کوونکو له ځان سره د پولیسو وسلې وړې او یو رینجر موټر یې هم بیولى پولیسو د هغوى د نیولو په موخه عملیات پیل کړی دی.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتی دفتر مسوول جاوېد فیصل هم پېښه تاییدوی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ور نه کړل.

د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی د دې پېښې مسوولیت منلى دى. ویلی یې دی، چې د ارغستان ولسوالۍ د تورې ګارې په امنیتی پوسته کې یوه پولیس، چې د هغوى ملګرى و، د امنیتی پوستې قوماندان او ١١ نور پولیس وژلی دی.

دکندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، چې په تېر کې یې هم پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by