د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

آزادو قبایلو له افغان دولت څخه د پاکستان له ظلم څخه د خلاصون غوښتنه کړې ده

آزادو قبایلو له افغان دولت څخه د پاکستان له ظلم څخه د خلاصون غوښتنه کړې ده

د ډیورنډ له کرښې هاغې غاړې د افریدو قوم د اتو قبیلو په لسګونو قومی مشران ننګرهار ولایت ته راغلی او خپلې غوښتنې یې د قبایلو ریاست چارواکو سره شریکې کړې.

دغه ازاد قبایل وایی، چې د دوی نیکونو له پخوانه د افغان دولت تر چتر لاندې ژوند کړی، زده کړې یې دلته کړی او له دې ځایه څخه یې تنخواوې اخیستی، خو اوس د پاکستان حکومت له خوا ورسره د مور او مېرې چلند کیږی.

دغو راغلو قومی مشرانو، چې د تېرا میدان، باړې او جمروډ اوسیدونکی دی، له افغان دولته وغوښتل، چې د دوی د حق د خوندیتوب په خاطر دې په خپله غیږه کې ځای ورکړی.

د ننګرهار د قبایلو چارو رییس وجیه الرحمان شینواری وویل؛ چې دغو قومی مشرانو څه موده وړاندې له دوى څخه غوښتنه کړې وه؛ چې له دوى سره  وګوری، خو افغان دولت ورته لا اجازه نه وه ورکړې او اوس دوی په خپل سر راغلی دی.

نوموړی وایی، چې ده، د دغو قومی مشرانو غوښتنې واورېدې او د خپل وزارت له لارې به یې ولسمشر ته ورسوی او دا وروستۍ خبره ده، چې افغان دولت د دوی غوښتنو ته څه ځواب لری:

د افریدو قوم دغو مشرانو د یوه سوله ییز حرکت په ډول د دوشنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې د هغه شعار لاندې، چې لیکلی، موږ خپل حق غواړو وګرځیدل.

دوی وایی، چې نور قومی مشران هم دې ته لېواله دی، چې دلته راشی او افغانی چارواکو سه د خپلو حقونو د ترلاسه کیدو په موخه وګوری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by