ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې د افغانستان په روانه شخړه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کچې پر لوړیدو داندیښنې څرګندولو ترڅنګ وایی چې د تیر کال په پرتله د ماشومانو د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې راغلی دی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د وجهی صندوق (یونیسف) لخوا خپره شوې ده
سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کی د هغو ماشومانو شمیره کوم چې د روانی جګړې پرمهال وژل شوی او یا هم ټپی شوی دی، د پام وړډیرښت ترسترګو کیږی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی چې دغه شمیره د ۲۰۱۳ کال په لومړیو څلورو میاشتوکې ( د جنورۍ له پیل څخه د اپریل دمیاشتی ترپایه)۴۱۴ ښودل شویده په داسی حال کی چی داشمیره د ۲۰۱۲ کال په لومړیو څلورومیاشتو کی ۳۲۷ ښودل شوې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دا شمیره په جګړه کې دماشومانو د تلفاتو په شمیره کی ۲۷ سلنه لوړوالی ښیی چې جدی اندیښنې یی رامنځته کړی دی.
د ملګرو ملتو د سرمنشی بانکی مون په راپور کې چې د ماشومان او دجګړی د ستونزو په اړه په همدې اوونۍ کی خپور شو، په ۲۰۱۲ کال کې د ماشومانو د تلفاتو شمیره ۱۳۰۴ښودل شویده.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، دا هغه تلفات دی چې په جګړه د ښکیلو ټولو خواوو له لوری رامنځته شویدی او په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.
خو یونیسف وایی چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دې شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د جدی اند یښنې وړ دی.
سرچینه کاږی چې دماشومانو ددې تلفاتو زیاته شمیره د وسله والو مخالفینو دځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې د ماینونو د چاودنو په پایله کې رامنځته شویده.
په خبرپاڼه کې د بیلګې په توګه د تیرې اونې د پکتیکا ولایت کی یوې ښوونځی ته څیرمه د ځانمرګی برید یادونه شوې چې له امله یې لس ماشومان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.
دغه راز په خبرپاڼه کې د ځینو نورو پیښو یادونه شوې چې له امله یې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یونیسف په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړونده لورونه غوښتنه کړې تر څو دهر ډول جګړه ییزو علمیاتو پر مهال نړیوالو بشری قوانین په نظر کی ونیسی او هڅه وکړی ترڅو د ماشومانو، ښځو او نورو ملکی وګړو ژوند له ګواښ سره مخ نه کړی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.