د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د بلوچستان نوی اعلى وزیر لوړه وکړه

د بلوچستان نوی اعلى وزیر لوړه وکړه

د بلوچستان نوی اعلى وزیر ډاکټر مالک بلوڅ پخپله لومړۍ وینا کې وسلوالو بلوڅو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې او ویلی یې دی چی په بلوچستان کې تر ټولو لویه ستونځه د بلوڅو سیاسی فعالینو ورکېدل او په تشدد سره د هغوى وژل دی.

 د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د یکشنبې په ورځ د بلوچستان په ایالتی اسمبلۍ کې د ټولو وکیلانو په ګډ اکثریت سره د ایالت د اعلى وزیر په توګه وټاکل شو او ماځیګر د بلوچستان ګورنر ذوالفقار علی مګسی ورته د خپل نوی منصب لوړه ورکړه.

 ډاکټر مالک بلوڅ د ایالتی پارلمان په غونډه کې وویل په بلوچستان کې تېر حکومت ورته دومره ستونځې پرېیښې دی چی په چټکۍ سره یې حل ممکن نه دى، ده وویل چی حکومت به یې هڅه کوی چی خپل مصارف تر وسه را کم کړی او د هر ډول رشوت او اداری فساد مخه ونیسی:

 ډاکټر مالک وایی د پاکستان له مرکزی حکومت او د ایالتی حکومت له متحدینو سره په ګډه به په لومړی قدم کې د بلوچستان د امنیتی ستونځو د حل کېدو لپاره لستوڼی ور نغاړی. ده له وسلوالو خپلواکی غوښتونکیو بلوڅو وغوښتل چی د خبرو اترو مېز ته را وړاندې شی او د بلوچستان ستونځې له سیاسی لارې حل کړی :

 ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل بلوچستان د بلوڅو، پښتنو، هزاره ګانو او نورو مېشتو قومونو ګډ کور دى او له پېړیو راهیسې یې دلته د ورورګلوۍ ژوند کاوه، خو اوس د سیاسی دسیسو په وسیله د دوى تر منځ کرکې پیدا شوی دی چی دوى به یې د له منځه وړلو هڅه کوی. په تېر پینځه کلن حکومت کې په بلوچستان کې ګڼ شمېر هندو لږکی د ناخوندیتوب له امله د پاکستان نورو ښارونو اوهند ته کډه شول، ډاکټر مالک بلوڅ په دې اړه وویل:

 په تېر حکومت کې مرکزی پارلمان د پاکستان د اساسی قانون په اتلسمه ماده کې بدلون راوست چی له مخې به یې ایالتی حکومت په ډېرو پرېکړو کې خپلواک وی، په مورنیو ژبو ابتدایی زدکړه هم د ایالتی پارلمان په صلاحیتونو کې شامل شو. ډاکټر مالک بلوڅ سر له اوسه لا د دې خبرې کلک هوډ وکړ:

 له دې سره سم پر یوه وخت پرون د بلوچستان په خضدار سیمه کې د دوو تنو په مرمیو سوری مړی موندل شوی دی. پولیس وایی له وژل شویو څخه یو یې رحیمداد نومېږی چی د نوشکی سیمې اوسېدونکى دى او بل تن د پېژندلو نه دى.

 د یادونې وړ ده چی د پاکستان د پخوانی پوځی واکمن پروېز مشرف له واکمنۍ را وروسته په بلوچستان کې سیاسی حالات خراب شوی دی، خصوصاً چی د سپین ږیری بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټی په خلاف یې عملیات وکړل او هغه یې و واژه، په بلوچستان کې اکثرو ملتپالو ګوندونو د خپلواکۍ مبارزه پیل کړه او له وسلو سره غرونو ته وختل، چی لا تر دې مهاله د بلوچستان د هر حکومت په ضد مبارزه کوی او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه کوی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by