د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

وسله والو طالبانود پنجوایی د پاڅون کوونکو پر سیمو برید کړى

وسله والو طالبانود پنجوایی د پاڅون کوونکو پر سیمو برید کړى

چارواکی وایی، شاوخوا زرو وسله والو مخالفینو د پنجوایی ولسوالۍ پر هغو سیمو وسله وال برید کړى، چې څه موده وړاندې یې اوسېدونکو پر وړاندې وسله وال پاڅون کړى و.

د پنجوایی ولسوال حاجی فضل محمد اسحاقزی وویل، په برید کې ١٢ وسله وال مخالفین، چې پاکستانی طالبان  هم په کې شامل دی، وژل شوی او پنځه  نور ژوندی نیول شوی دی.

نوموړى وایی،  تر زرو زیاتو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر زنګ اباد سیمه وسله وال برید وکړ، چې سیمه ییز او د عامه نظم پولیس ورسره په جګړه کې ښکېل شول.

د نوموړی په وینا، د جګړې په ځاى کې د وسله والو مخالفینو څلور مړی، وسلې او موټرسایکلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

هغه په دې نښته کې د عامه نظم د دوو پولیسو د ټپی کېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې ملکی خلکو ته په کې کوم زیان نه دى اوښتى.

اسحاقزی په دې ولسوالۍ کې د بېړنو پوځی عملیاتو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې که څه هم په دې ولسوالۍ کې موجود سیمه ییز او ملی ځواکونه د وسله والو طالبانو د بریدونو مقابله کولاى شی، خو دلته د امنیتی حالت د ښه کېدو او ملکی وګړو ته د زیان د مخنیوی په موخه عملیاتو ته اړتیا ده.

د پنجوایی ولسوال وایی، پر دغې ولسوالۍ برید د کوټې شورا له خوا تر هغه وروسته طرحه شوى، چې هلته دینی مدرسې رخصت شوې او طالبان یې دلته د جګړې لپاره رالېږل شول.

په تېرو څو ورځو کې له دې ولسوالۍ څخه د ایساف د زرو په شاوخوا کې سرتېری هم وتلی او خپلې پوځی قرارګاوې یې افغان ځواکونو ته پرې ایښې دی.

ولسوال وایی، تلوکان، موشان، سپېروان، زنګ اباد او یو شمېر نورې هغه سیمې دی، چې راغلو وسله والو په کې فعالیتونه پیل کړی دی.

هغه وویل، له همدې امله یواځې له سپېروان کلی څخه د طالبانو د ګواښونو له امله ١۵٠ کورنۍ کډوالې شوې، چې یو شمېر یې په پنجوایی کې د خپلو دوستانو کورونو ته تللې او ځینې نورې یې کندهار ښار ته تللې دی.

د ده په خبره، دغو کورنیو ته طالبانو ګواښ کړى، چى هغوى باید له سیمو ووځی، ځکه هغوى دلته خپل مرکزونه جوړوی.

ولسوال وویل، چې د سیمې اوسېدونکی په داسې حال کې له سیمو وتلی، چې ان خپل کورونه او څارو یې همداسې خوشې کړی دی.

د کندهار د ولایتی شورا غړى حاجی اغا لالى هم وایی، چې د دې ولسوالۍ په سپېروان سیمه کې یو ځل بیا وسله والو خپل مرکزونه جوړ کړی دی.

نوموړی وویل، چې دلته د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره پراخو پوځی عملیاتو ته اړتیا ده.

له پنجوایی ولسوالۍ څخه یو ځل بیا په داسې حال کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو، بریدونو خبر ورکول کېږی، چې دلته هوا ګرمه شوې او د مېوو د حاصلاتو وخت دى.

پنجوایی ولسوالۍ د ښار په لوېدیځ کې په ٢۵ کیلومترۍ کې پرته ده، چې له ژېړۍ او میوند سره ګډه پوله لری.

د کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالی ویسا هم تېره ورځ په یوه ځانګړې امنیتی غونده کې په ولسوالیو کې روان امنیتی وضعیت تر زغم وتلى ګڼلى و او امنیتی ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې وه، چې هر څه ژر په  ټولو ولسوالیو کې عملیات پیل کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by