د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 May 2024

اوس هم نږدې دوه میلیونه افغان ماشومان په سختو کارونو بوخت دی

اوس هم نږدې دوه میلیونه افغان ماشومان په سختو کارونو بوخت دی

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایی، دا مهال په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه ماشومان په شاقه او سختو کارونو بوخت دی.

د دې کمېسیون چارواکی وایی، چې د دې ماشومانو عمرونه د لسو او پنځلسو کلونو ترمنځ دی او په شپه او ورځ کې نږدې دولس ساعته کار کوی.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو  وزارت هم د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون راپور تاییدوی .

د دې وزارت چارواکی وایی، دوی پر یوه ستراتیژیک پلان کار کوی چې له مخې به یې پر ماشومانو شاقه کارونه کم شی.

د ماشومانو په هکله د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون یوه ترسره شوې سروې څرګندوی چې افغان ماشومان په افغانستان کې دوه ویشت ډوله شاقه کارونه ترسره کوی.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو له خوا د شاقه کارونو د ترسره کیدو پر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د دې کمېسیون د ماشومان د ملاتړ د برخې مرستیال محمد بلال صدیقی وویل، چې یاد ماشومان په شپه ورځ کې نږدې ۱۲ساعته  سخت کارونه ترسره کوی.

هغه زیاته کړه، دغه ماشومان د خښتو په بټیو، مستری خانو، موټر مینځلو، نانوایی، د لرګیو په پلورنځیو او نورو بېلابیلو کارونو کې په درنو کارونو بوخت دی او ان یو شمېر یې سوالګری هم کوی.

د دې کمېسیون د چارواکو په وینا افغان ماشومان وهل او قاچاق کیږی او ان جنسی تېری هم پرې کیږی.

په کابل ښار کې یو شمېر بې وزله او بې سرپرسته ماشومان چې په بېلابېلو شاقه کارونو بوخت دی وایی، په کورونو کې د ګټې څوک نه لری، نو ځکه یې ښوونځیو ته شاه کړې او سخت کارونه کوی.

د افغانستان د کار او  ټولنیزو چارو  وزارت وایی، چې د افغانستان د څه باندې ۲۷ میلیونو وګړیو له جملې څخه ۱۴ میلیونه یې ماشومان جوړوی.

د دې وزارت چارواکی زیاتوی، چې نږدې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیوته ځی ،څه باندې دومیلیونه یې د دې وزارت د پروګرامونو په چوکاټ کې شامل دی او پاتې دوه میلیونه ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دی له ښوونځیو څخه هم لرې پاتې دی.

د دې وزارت ویاند علی افتخاری ازادۍ راډیو ته ویل، چې له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره پر یوه ستراتیژۍ باندې کار پیل کړی، چې په راتلونکی کال کې به عملی شی.

هغه زیاته کړه، چې دې وزارت په تېر کال د کار پرمهال  له ماشومانو سره د تاوتریخوالی اوجنسی تېری ۲۱۵۹ پېښې ثبت کړی دی.

د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون او څیړونکی انتقاد کوی چې افغان حکومت له ژمنو سره سره لا هم نه دی توانیدلی چې د ماشومانو د حقوقو د خوندی کولو قانون عملی کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by