د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

له دو کلونو راهیسی د مېندو مړینه ډیره ټیټه شوې ده

له دو کلونو راهیسی د مېندو مړینه ډیره ټیټه شوې ده

د عامې روغتیا وزارت وایی، چې په افغانستان کې له دو کلونو راهیسی د مېندو د مړینې اندازه خورا ټیټه شوې ده.

د یاد وزارت مسولینو دا خبره د چهارشنبې په ورځ د خوندی مورتوب ترنامه لاندې د ملی ورځې د لمانځلو په غونډه کې وکړه.

د روغتیایی کارکوونکو د مسلکی ظرفیتونو لوړیدل، په ټیټ عمر کې د نجونو د ودونو مخنیوی، خلکو ته عامه پوهاوی ورکول او د ولادتونو ترمنځ وقفه هغه موارد دی، چې د زیږون پر مهال یې د میندو د مړینې اندازه کمه کړې ده.

د عامې روغتیا وزیرې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خوندی مورتوب ترنامه لاندې د ملی ورځې د لمانځلو په مناست غونډه کې وویل چې، په افغانستان کې تر پخوا د ښځو لپاره روغتیایی خدمتونه ډیر شوی او دوی هڅه کوی چې دا خدمات اساسی کړی.

ثریا دلیل وویل، چې دوی هڅه کوی ترڅو د زیږون پرمهال د منیدو په مړینه کې ډیر کموالی راشی:

“نسایې او ولادی مرکزونه ډیر شوی، د ډاکترانو او نرس قابلو شمېر زیات شوی او دوی په مسلکی ډول روزل شوی، په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې د ناروغانو لپاره د تم ځایونه زیات شوی، په روغتونونو کې د امیدوارو ښځو لپاره مناسب ځایونه برابر شوی، د زیږون خدمات لوړ شوی.

په مجموع کې ویلای شو، چې روغتیایی خدمتونه اوس ښه ترسره کیږی او همدا علت دی چې د میندو مړینه کمه شوې.”

خو بیا هم جګ فشار، له زیږون نه وروسته ولادی ستونزې، انتانت د امید وارۍ پرمهال هغه ناروغۍ دی چې هرمور په دوو ساعتوتو کې د هېواد په کچه خپل ژوند له لاسه ورکوی.

د عامې روغتیا وزارت مسولین وایی، چې تر دوو کلونو مخکې پورې په افغانستان کې په هرو ۲۷ دقیقو کې یوه مور د زیږون پرمهال مړه کیده خو اوس په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال ساه ورکوی.

د عامې روغیتا وزارت د راپور پر اساس اوس مهال ۷۶ فیصده باسوادې ښځې روغتیایې چارو ته لاس رسۍ لری خو په لرو پرتو سیمو کې لا هم ښځې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

مېرمن شهناز چې ۴۰ کاله عمر لری وایی، چې په هیواد کې موجوده نا امنی ،بیکاری، اقتصادی ستونزې او داسې نور هغه موارد چې اوس هم افغانې ښځې ورسره مخامخ دی .

دې په دې اړه خپله اندیښنه داسې څرګنده کړه: “زه د پینځو زامنو او درېیو لوڼو مور یم ما د ولادت پرمهال مې دې خداې هیله نیولی وه او هیڅ روغتون ته ن هیم تللی خواوس په افغانستان چې کومې ستونزې د ولادتونو پر مهال ډیرې شوی دا ټول د باروتو تاثیرات دی او موجوده نا آرامی د ستونزو او ناروغیو سرچینه ده.”

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په باور اوس مهال هم په هیواد کې ناوړه دودونه،په زورودونه، د امیدوارۍ په وخت کې شاقه کارونه، نا مناسبه خواړه،د امیدوارۍ پرمهال د روغتیایی مسایلو نه مراعاتول، له لازمې وقفې پرته زیږون په دې هیواد کې د میندو د مړینې سطح لوړه کړې ده.

که څه هم د روغیتا په برخه کې نړیوال روغتیایې سازمان او نورو هیوادونو مرستې کړی خو بیاهم څیړونکی وایی، چې د افغانستان ټولو برخو ته لازم روغتیایی خدمتونه نه رسیږی او خلک په تیره ښځې په دې برخه کې ډیرې ستونزې لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by