طالبان د اسلام د دښمنانو ته خدمت کوی
په کابل کې د سترې محکمې د مامورانو پر موټرو شوې چاودنه افغان حکومت او امریکا وغندله.
دغه برید چې مسوولیت یې طالبانو اخیستی، پکې نژدې شپیته تنه وژل شوی یا ټپیان شوې دی.
د افغانستان جمهوری ریاست په خپرې کړې خبر پاڼه کې وویل، چې په کابل کې د سترې محکمې د ودانۍ له وره سره شوې چاودنې دا ثابته کړه چې طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دی.
دغه چاودنه چې پرون نژدې پنځه سوه متره د امریکا سفارت ته څیرمه وشوه پکې اوولس تنه ووژل شول او نهه دیرش نور ټپیان شول.
د امریکا سفارت دا چاودنه وغندله او په یوې خبر پاڼه کې یې وویل، هغه کسان په دې چاودنه کې په نښه شوې دی چې د یوه ښه افغانستان لپاره کار کوی. په خبر پاڼه کې وړاندې راغلی دی چې امریکا د افغانستان له حکومت او خلکو سره د ترورزم ضد جګړې کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
مازدیګر تر چاودنې وروسته د کابل د امنیه قوماندانی د جنایی تحقیقاتو د څانګې مشر جنرال محمد ظاهر وویل، چې اکثر قربانیان د سترې محکمې مامورین دی چې د ورځې په اخره کې له کاره کورونو ته ستنیدل.
پولیسو وویل، چې د برید کوونکو موټر سترې محکمې ته نژدې له سړک سره ولاړ و، چې کله د مامورینو موټر راووت دغه موټر پسې ورغی او د مامورینو له دریو موټر سره یې چاودنه وکړه.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی. دوی غربی اژانسونو ته ویلی دی، که چیرته د افغانستان قضاییه قوه طالبان په اعدام محکوموی دوی به نور بریدونه هم د قضایه قویې پر مامورینو وکړی.
د افغانستان په زندانونو کې په سلګونو طالبان شته چې افغان او ناټو ځواکونو د جګړې پر مهال نیولې دی.
دا برید په داسې ورځ وشو چې تر دې چاودنې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازی یان کوبیش پر طالبانو او نورو یاغی ډلو انتقاد وکړ چې په روان میلادی کال کې اکثر ملکی تلفات دوی اړولی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.