د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

قطر هیواد له افغانستان سره د سولې د ټینګښت په برخه کې هر ډول همکاری ته چمتوالی وښود

قطر هیواد له افغانستان سره د سولې د ټینګښت په برخه کې هر ډول همکاری ته چمتوالی وښود

 قطر اعلان وکړ، چې د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په هغه خبرپاڼه کې ،چې نن له ارګ څخه خپره  شوې ، ویل شوی، چې دغه  ژمنې  د قطر امیر له  ولسمشر حامد کرزى سره په  کتنه کې کړې دی.

ولسمشرکرزی، قطر ته د خپل سفر په لړ کې، نن له غرمې مخکې د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثانی سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب یې ور سره خبرې وکړې.

  حامدکرزی په دغه کتنه کې د قطر له امیر څخه مننه وکړه، چې د مخکینی سفر د پرېکړو د عملی کولو لپاره یې د قطری پانګوالو ځانګړی پلاوى کابل ته را ولېږه.

دغه راز، په دغه کتنه کې ولسمشر  کرزی  د قطر امیر ته بلنه ورکړه ،چې افغانستان ته سفر وکړی.

د قطر امیر کابل ته د دغه هېواد د پانګوالو او سوداګرو د پلاوی له سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی د چمتوالی له امله خوښی څرګنده کړه.

ده وویل:  ((افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه لیدلی  او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوی. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لری.))

آل ثانی زیاته کړه: (( د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او   طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.))

د دغې کتنې په پای کې د قطر امیر کابل ته د حامدکرزی د بلنې له امله مننه وکړه، او ویې ویل ، زړه یې  ډیر غواړی، چې له افغانستان څخه لیدنه وکړی او په یوه مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړی.

دغه راز حامدکرزی، په دوحه کې د بروکنګز انسټیټیوټ له مشرتابه پلاوی او د قطر د سوداګرو د ټولنې له مرستیال سره په جلا جلا ډول هم  وکتل او د علاقې وړ موضوعګانو په  اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې  له تېرو دوو کلونو راهیسې هڅې روانې دی، چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو په موخه د طالبانو دفتر پرانېستل شی.

تېر کال هم طالبانو او امریکایی چارواکو په قطر کې خبرې وکړې، خو وروسته بیا طالبانو وویل چې له امریکایی چارواکو سره یې خبرې ځکه وځنډولې، چې هغوى په خپلو خبرو کې ریښتینی نه دی.

همدارنګه له ډېرې مودې راهیسې افغانستان او قطر پر یوه داسې هوکړه لیک کار کوی، چې پر بنسټ یې د افغان دولت او وسله والو مخالفنیو ترمنځ د خبرو لپاره په قطر کې یو دفتر پرانیستل شی.

خو افغان حکومت وایی، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو لپاره باید یو هوکړه لیک لاسلیک شی . افغان حکومت همدا رنګه ویلی، چې دغه دفتر به هغه مهال رامنځته شی، چې طالبان جګړه وغندی او له افغان دولت سره خبرو اترو ته ځان چمتو کړی.

ولسمشر کرزى دوه میاشتې وړاندې هم د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ قطر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امیر او یو شمېر نورو قطری چارواکو سره د سولې پروسې او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by