په خیبر ایجنسۍ کی د ناټو پر کاروان برید کې شپږ تنه وژل شوی
د قبایلی سیمې خیبر ایجنسۍ کې د ناټو پر یوه اکمالاتی کاروان برید کې شپږ تنه وژل شوی او دوه کانټېنر هم سوځول شوی دی.
له غرمې مخکې لس بجې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر ایجنسۍ د جمرود تحصیل په شاګۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د جمرود تحصیل یوه دولتی چارواکی جهانګیر اعظم وزیر وویل، چې ناپېژانده وسله والو په یاده سیمه کې د ناټو پر اکمالاتی کاروان چې د تورخم پر لور روان و، راکټی برید وکړ.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوی چې څلور په کې د سوځېدو له امله د پېژندلو نه دی.
د نوموړی په وینا، وژل شوی د یاد کاروان موټر چلوونکی او کلېنران دی.
د یعقوب اپریدى په نوم یوه عینی شاهد وویل، چې د راکټی بریدونو په پایله کې دوه کانټېنر په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
هغه زیاتوی، چې برید کوونکو د خاصه دار ملېشو جامې اغوستې وې او تر برید وروسته په تېښته بریالی شوی دی.
د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د خیبر ایجنسۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناټو پر اکمالاتی کاروانونو بریدونه شوی چې د مالی زیان تر څنګ ګڼو خلکو ته هم زیانونه اوښتی دی.
په پاکستان کې د نوی حکومت تر جوړېدو وروسته دغه لومړى برید و، چې د ناټو پر اکمالاتی کاروان ترسره کېږی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.