د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د فاریاب ولایت د ښونې او روزنې ریاست پر وړاندې پرتې ستونزې

فاریاب ولایت د پوهنې مسئولین ددې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د مسلکی ښونکو  د ښونځیو ودانیو او د درسی کتابونو  له نشتون څخه سرټکوی وایی:  له کرایی ودانیو، کیږدیو او جوماتونو څخه د ښونځیو په توگه کار اخلی.

له دې سره دوی ویلی: د مسلکی ښونکو د کمښت له امله یې، هغه کسان چې دولسم ټولگی یې هم ندی لوستلی، د جوماتونو ملا امامان او مولویان د ښونکو په توگه په دندو گمارلی دی.

په فاریاب ولایت کې، له درې سوه اته پنځوس زره ډیر، نجونه او هلکان زدکونکی په پنځوسوو ښونځیو کې د نهو زرو ښونکو لخوا په زدکړو بوخت دی.

ددې ولایت د پوهنې رئیس غلام سخی بیان تمدن ټلویزیون ته ویلی: له دې شمیرې ښونځیو څخه یواخې دوه دیرش یې ودانۍ لری. ده وویل: شته ودانۍ د زدکونکو د ځایښت کچه نلری او د ناچاری له امله له کیږدیو، جوماتونو او کرایی کورنو د ښونځیو په توګه کار اخلی.

زدکونکی هم د نیمګړتیاو سرټکوی او په یوه ناسم محیط کې د زدکړو پر مخ بیول ستونزمن ښی.

له بلې خوا ښآغلی بیان، ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مسلکی ښونکو نه شتون ددې ولایت د پوهنې د ریاست پر وړاندې له نورو ستونزو څخه بولی وایی: ددې ستونزې د هواری لپاره یې، ملا امامان، مولوی صاحبان او هغه کسان د ښونکو په دنده ګمارلې چې حتې در دولسمه ټولګیه زدکړې نلری.

د فاریاب ولایت د پوهنې رئیس وایی: د ناامنیو سره تر اوسه په دې ولایت کې یو ښونځی تړل شوی پاتې ندی. ده زیاته کړې د خلکو په مرسته یې هڅه کړې څو په هر حال د پوهنې ور د زدکونکو پر مخ پرانستلی وساتی


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by