د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د غزنی په ګیلان ولسوالی کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزنی په ګیلان ولسوالی کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکی وایی، چې نن سهار د غزنی په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان دی.

د  ګیلان ولسوال محبوب الله ویلی، چې د دې ولسوالۍ د ایشان کلا په سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتی پوستو بریدونه وکړل.

 هغه زیاته کړه، چې په دې دوه نیم ساعته جګړه کې ۱۶ وسله وال ووژل شول او۲۱ نور ټپیان شوی، وسلې او مهمات یې هم په سیمه کې پاتې دی.

د ولسوال په وینا، په دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سخی داد ټپی شوی او د ده یو ساتونکى وژل شوی دى.

خو عینی شاهدان  بیاوایی، چې په دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سخی داد هم وژل شوی دى.

د ګیلان ولسوالۍ یوه اوسېدونکی وویل، چې نن سهار د دې ولسوالۍ د ایشان کلاپه سیمه کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ درنه نښته رامنځته شوه.

د هغه په وینا، د سیمه ییزو پولیسوقوماندان سخی داد له دوو نورو پولیسو سره ووژل شو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم یاده نښته منی او زیاتوی ، چې په دې نښته کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوی اودرې نور ټپیان دی.

د مجاهد په خبره، چې په دې نښته کې د دوى ۳ ملګری وژل شوی او ۳ نور ټپیان دی  او په سیمه کې اوس هم نښته روانه ده.

د یادونې  ده، چې تېره ورځ ماښام د دعخ ولایت د اندړو ولسوالۍ په یوه جومات کې د یوې چاودنې له امله څلور طالبان او پنځه کلیوال وژل شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by