د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 May 2024

په غزنی ولایت کې د وسله والې نښتې په لړ کې اته تنه وژل شوی دی

په غزنی ولایت کې د وسله والې نښتې په لړ کې اته تنه وژل  شوی دی

چارواکی وایی، د غزنی ښار اړوند د امنیتی ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې اته تنه وژل شوی دی. دوی وایی، په وژلو شویو اتو تنو کې څلور یې طالب وسله وال دی.

نښته پرون د کابل کندهار پر لویه لاره د غزنی ښار اړوند په سفنده سیمه کې شوې ده، چې پکې څلور تنه وسله وال طالبان، دوه موټر چلوونکی، یو د عامه ساتنې پولیس او یو ساتنمن وژل شوی دی.

چارواکی وایی، د بهرنیو سرتېرو ځواکونو د اکمالاتی موټرو یو کاروان له کابل څخه زابل ته روان وو، چې پر لاره ورباندې طالب وسله والو برید وکړ او وروسته د وسله والو او سرتېرو تر منځ نښته هم وشوه.

د غزنی د امنیت امیر سمونوال اسدالله انصافی وایی، تر نښته وروسته د طالبانو وسلې او ځینې ماینونه هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

دی وایی، په نښته کې د بهرنیو سرتېرو دوه اکمالاتی موټر هم سوځېدلی دی:

“په سفنده کې طالبانو کمین ورته نیولی وو، کله چې د پولیس ګزمه هلته ورسېده چې سړک کنټرول کړی. له طالبانو سره یې جګړه ونښته، وروسته نور پولیس هم سیمې ته ورسېدل. په دغه نښته کې دوه تنه موټر چلوونکی او یو د عامه ساتنې پولیس وژل شوی دی. یو ساتمن هم وژل شوی دی او څلور نفره طالبان هم وژل شوی دی.”

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.

په غزنی کې د هوا له تودېدو سره یو ځل بیا د ناامنیو پېښې له ولسوالیو څخه تر ښار پوره رسېدلې دی.

په تېره څه موده کې په ښار کې د ننه او د ښار اړوند په نښتو، بریدونو او چاودنو سربېره دا د ناامنیو څوومه پېښه ده چې کېږی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by