د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره یوه اقتصادی پارلمانی ټولنه جوړه شوه

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره یوه اقتصادی پارلمانی ټولنه جوړه شوه

که څه هم افغانستان د نا امنیو ترڅنګ له بېلابېلو اقتصادی ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی، د لومړی ځل لپاره په دې هېواد کې یوه اقتصادی پارلمانی ټولنه جوړه شوه.

د دې ټولنې مسوولان وایی؛ چې دغه ټولنه په افغانستان کې د اقتصادی پالیسیو څخه د دفاع په هدف جوړه شوې ده.

د دې نوې اقتصادی پارلمانی ټولنې مسولان وایې، که چیرې په افغانستان کې اقتصادی مسایلو ته زیاته پاملرنه او یوه ښه اقتصادی پالیسی رامنځته نشی، نو دا به د دې هېواد راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی.

دا لومړی ځل دې؛ چې په افغانستان کې د اقتصادی قوانینو د تصویب، طرحې او اصلاحاتو په هدف یوه اقتصادی پارلمانی ټولنه جوړیږی.

له بلې خوا د کانونو وزیر وحید الله شهرانی په دې غونډې کې وویل چې اوس مهال په افغانستان کې له تروریزم او امنیتی ستونزو وروسته بېکاری یوه لویه ستونزه ګڼل کیږی.

ده وویل، چې په تیرو شاوخوا یوولسو کلونو کې له افغانستان سره ستری اقتصادی مرستې و شوې، خو په وینا یې چې لا هم افغانستان ثابت اقتصاد نه لری.

ده هیله څرګنده کړه؛ چې په افغانستان کې د سترو کانونو څخه په ګټې اخیستنې به دا هیواد وکړای شی له اقتصادی پلوه پر خپلو پښو و دریږی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې عامل رییس محمد قربان حقجو اندیښنه څرګنده کړه، که چیری پانګه والو ته ډاډمنه فضا رامنځ ته نشی، نو دوی به په هیواد کې پانګې اچوونې ته زړه ښه نکړی.

که څه هم په تیرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې پراخې اقتصادی مرستې و شوې، خو لا هم دا هیواد له اقتصادی پلوه پر بهرنیو مرستو تکیه لری.

د اقتصادی چارو کتونکی وایې افغان دولت ندی توانیدلی په تیرو یوولسو کلونو کې اساسی او زیربنایی اقتصادی پروژې عملی کړی.

دوی وایې که چیری اقتصادی مسایلو ته په افغانستان کې جدی پاملرنه و نشی، نو ښایی چې دا هیواد له نورو ستونزو او ناخوالو سره هم مخامخ شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by