د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 May 2024

پاکستان پر افغانانو شناخت کارتونه او پیسې ویشی

پاکستان پر افغانانو شناخت کارتونه او پیسې ویشی

د جمهوری ریاست لومړی مرستیال وایی، چې پاکستان په سرحدی ولایتونو کې پر افغانانو د هویت کارتونه او پیسې ویشی.

مارشال محمد قسیم فهیم چې د سې شنبې په ورځ د والیانو په ملی کانفرانس کې خبرې کولې، د پاکستان له نوی حکومته وغوښتل چې د دې کارمخه ونیسی.

د ولسمشر مرستیال د ډیورند د کرښې موضوع هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ستونزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه مسله باید د خبرو له لارې هواره شی.

د جمهوری ریاست لومړی مرستیال وایی، د افغانستان په چارو په ځانګړې توګه په سرحدی ولایتونو کې د پاکستان لاسوهنې لاهم دوام لری.

مارشال محمد قسیم فهیم چې د سې شنبې په ورځ د والیانو په ملی کانفرانس کې خبرې کولې په دې اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلی فهیم په پاکستان تور پورې کړ، چې د هېواد په سرحدی ولایتونو کې پر خلکو د هویت کارتونه او پیسې ویشی:

“یوازې د ګوشتې او دانګام مسله نه ده، بلکه دا خبره د ولایاتو په کچه ده، د افغانستان په سرحدی ولایتونو کې په مستقیمه توګه پیسې ویشل کیږی، ان خلکو ته د هویت کارتونه ورکول کیږی.

دا یو یو جګړه غوښتوونکی عمل دی، دا داسې کار دی چې د افغانستان او پاکستان سره ملګری خلک له ستونزو سره مخ کوی.”

د ولسمشر مرستیال د پاکستان له نوی حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د دې ستونزو د هواری لپاره هڅه وکړی.

له دې وړاندې د ختیځو سیمو اوسیدونکو هم شکایت کړی وو، چې پاکستانیان د دوی په سیمو کې پر عامو خلکو د هویت کارتونه ویشی.

پر پاکستان باندې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو تورونه وروسته له هغه زیات شول، چې ددې هیواد له خوا د افغانستان په سرحدی ولایتونو د توغندیو حملې پیل شوی.

د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته وسلې او ځای ورکول هم هغه تورونه دی چې افغان چارواکو له دې وړاندې په پاکستان پورې کړی.

د ولسمشر مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند د کرښې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړه چې دغه مسله باید د خبرو له لارې هواره شی:

“په دې کې هیڅ شک نشته چې د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ستونزه ده، زه نه وایم چې مونږ دې دغه ستونزه د جنګ او وسلو له لارې هواره کړو، بلکې غواړو چې د معقولو او عادلانه خبرو له لارې یې حل کړو.

د نړۍ تجربو ښودلې چې هر چا خپله ستونزو دخبرو له لارې حل کړې، نو مونږ هم اماده یو چې دغه ستونزې حل کړو.”

له دې وړاندې خپله ولسمشر حامد کرزی هم د پاکستان له نوی صدر اعظم نواز شریف څخه غوښتنه کړې وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ موجودې ستونزې هوارې کړی.

افغان حکومت له دې وړاندې هم په وار وار له پاکستان څخه د همکاریو غوښتنه کړې، خو کارپوهان د پاکستان په صادقانه همکارۍ شک څرګندوی او وایی، دغه هیواد نه غواړی چې افغانستان سوله او ثبات ولری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by